افغانستان له ايرلنډه د شل اوريزو لوبو لړۍ وګټله

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه

د افغانستان او ايرلنډ تر منځ د کرېکټ د رو شل اوريزو سياليو دويمه لوبه افغانستان په ۱۷ منډو وګټله او د دغو لوبو د لړۍ اتلولي يې خپله کړه.

افغان لوبډلې لومړی منډې جوړې کړې او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د ۱۸۴ منډو په جوړولو سره ايرلنډ ته د ۱۸۵ منډو هدف وټاکه.

دا چې د باران له امله لوبه وځنډیده، هدف په ۱۱ اورونو کې ۱۱۱ منډې شو، خو ایرلنډ یوازې ۹۳ منډې جوړې کړې.

له افغان توپ وهونکو نجيب تره کی ښه وځلېد نوموړي په ۵۸ توپونو ۹۰ منډې وکړې. پر ده سربېره محمد نبي ۳۴، کريم جنت ۲۰ او سميع الله شينواري ۱۷ منډې جوړې کړې.

بله خوا د ايرلنډ توپ اچوونکي بري مکرتي څلور افغان لوبغاړي وسوځول او سټورټ تامسن او جېکب موډلر يوه يوه وېکټه واخيسته.

په افغان توپ اچوونکو کې راشد خان تر ټولو ښه لوبه وکړه، نوموړي د مقابلې لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول. پر ده سربېره کريم جنت درې او شاپور ځدراڼ يوه وېکټه واخيسته.

د شل اوريزو لوبو په تاريخ کې افغان لوبډلې د پرلپسې لسو لوبو په گټلو ريکارډ ټينگ کړى دى. تر دې وړاندې انگلستان د اتو پرله پسې لوبو په گټلو دغه ريکارډ لاره.

اړونده مطالب