شل اوريزو لوبو کې د افغانستان نړيوال ريکارډ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د شل اوريزو لوبو په تاريخ کې افغان لوبډلې د پرلپسې لسو لوبو په گټلو ريکارډ ټينگ کړ

ايرلنډ ته په دويمه شل اوريزه لوبه کې د افغانستان له لورې ماتې لسمه پرله پسې نړيواله لوبه وه چې افغان لوبغاړو په کې برى خپلاوه. بل هېڅ لوبډلې پرله پسې دومره شل اوريزې لوبې نه دې گټلي.

د لسو پرله پسې بريو پيل هغه وخت وشو چې افغانستان تېر کال په نړيوالو شل اوريزو اتلوليو کې ويسټ انډيز ته ماتې ورکړه.

ويسټ انډيز د هغو اتلوليو اتل شو او له بل هېڅ هېواده يې ماتې ونه خوړه.

افغانستان له ايرلنډه د شل اوريزو لوبو لړۍ وګټله

راشد او نبي د کارابیین غوره لیګ مزایده کې له پیاوړو نوماندو لوبغاړو

د ٢٠١٦ کال د مارچ د مياشتې په ٢٧ مه نېټه له ويسټ انډيز سره هغه لوبه افغان لوبډلې په شپږو منډو گټلې وه.

له هغه راهيسته افغانستان څلور ځله له متحدو عربو اماراتو سره، څلور ځله له ايرلنډ سره او يو وار له عمان سره مخامخ شوى او په ټولو لوبو کې بريالى و.

تر دې وړاندې انگلستان د پرله پسې ډېرو بريو ريکارډ درلود چې اته لوبې وې.

انگلستان د ٢٠١٠ کال له مۍ مياشتې د ٢٠١١ کال تر جنوري پورې په پرله پسې اتو لوبو کې برى خپل کړى و.

په هغه هڅه کې انگلستان درې ځله پاکستان ته، دوه وارې استراليا ته، او يو يو ځل سويلي افريقا او سرېلنکا ته ماتې ورکړې وه.

ځينې ښايي ووايي چې افغان لوبغاړو ظاهرآ له ضعيفو لوبډلو سره لوبه کړې ده. خو دا د دوى په لاس کې نه وه چې له چا سره لوبه وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سږ کال د هند د شل اوريزو سياليو اى پي ايل يوې لوبډلې راشد خان او محمد نبي ورخپل کړل چې د دوى د استعداد ښکارندويي کوي.

د ايرلنډ د پرله پسې بريو ريکارډ هم اته لوبې دى. هند، پاکستان او سويلي افريقا يوازې اووه پرله پسې لوبې گټلي.

سرېلنکا ، استراليا، ويسټ انډيز او نيوزيلنډ پرله پسې يوازې شپږ لوبې گټلي دي.

دغو شمېرو ته په پام د افغانستان د پرله پسې لسو بريو ريکارډ د پام وړ دى.

افغانستان تر نورو ډېر وروسته کرېکټ لوبه پيل کړې ده.

په شل اوريزو لوبو کې ځينې افغان لوبغاړي په نړيواله کچه منل شوي دي.

سږ کال د هند د شل اوريزو سياليو اى پي ايل يوې لوبډلې راشد خان او محمد نبي ورخپل کړل چې د دوى د استعداد ښکارندويي کوي.

شهزاد محمدي په شل اوريزو لوبو کې د تر ټولو ډېرو منډو په کتار کې د نړۍ پنځم لوبغاړى دى.

د نجيب ترکي وروستۍ لوبې ته په پام سره داسې ښکاري چې نوي زلمي افغان لوبغاړي لا هم شته چې د افغان کرېکټ راتلونکي ته ښه زيرى دى.

اړونده مطالب

ورته مطالب