محمد شهزاد له ویرات کولي مخکې شو

د انځور حقوق .
Image caption افغان ویکټ ساتونکی او توپ وهونکی محمد شهزاد ډېری نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې پر هندي ویکټ ساتونکي ویرات کولي مخکې شوی دی.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی محمد شهزاد د شل اوریزو سیالیو څلورو تر ټولو لوړو منډو کې د هند کرېکټ لوبډلې پر توپ وهونکي ویرات کولي مخکې شوی.

نوموړي په ۵۸ سیالیو کې ۱۷۷۹ منډې کړې، په دې معنا چې د ویرات کولي ۴۸ لوبو په ۱۷۰۹ منډو کې د شهزاد ۷۰ منډې پرې زیاتې دي.

مارټین ګوتیل د شل اوریزو سیالیو توپ وهونکو لیست کې د غوره لوبغاړي اوم ځای خپل کړی دی.

افغانستان په شل اوريزو لوبو کې ريکارډ جوړ کړ

کريکټ: پاکستان افغانستان ته ماتې ورکړه

افغان ویکټ ساتونکی او توپ وهونکی محمد شهزاد ډېری نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې پر هندي ویکټ ساتونکي ویرات کولي مخکې شوی دی.

دا خبر د یکشنبې په ورځ د هند 'ګریټ نوویډا سټډیم' کې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د شل اوریزو سیالیو د درېیمې لوبې له پیلېدا وروسته شوی دی.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ سره د درېیمې یوې ورځنۍ لوبې ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۳۳ منډو په جوړولو ریکارډ جوړ کړ.

۲۹ کلن محمد شهزاد په درو شل اوریزو سیالیو کې تر ۱۰۰ ډېرې منډې کړې، چې دا مهال د څلورو غوره لوبغاړو په کتار کې دی.

نوموړی د ۲۰۱۶ کال شل نړیوالو اوریزو پرمهال هم ښه وځلېده، چې د 'افغان دهوني' لقب هم ورکړل شو.

نوموړی د آی پي اېل بولۍ کې هم د نیمه غړو لوبغاړو لست کې غوره لوبغاړی بلل شوی، خو د شل اوریزو دغه لاسبری لوبغاړی لاهم نه دی خرڅ شوی.

د انځور حقوق AP
Image caption ویرات کولي ۴۸ لوبو په ۱۷۰۹ منډو کې د شهزاد ۷۰ منډې پرې زیاتې دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب