افغانستان له ایرلنډه دریمه او وروستۍ ۲۰ اوریزه لوبه هم وګټله

د انځور حقوق @ACBofficials
Image caption افغان لوبډله وتوانېده چې په ټاکل شویو شلو اورونو کې ۲۳۳ منډې جوړې کړي.

نن آیرلنډ لوبډلې افغان لوبډلې ته دمنډو جوړولو بلنه ورکړه. د افغانستان له لوري لومړی لوبغاړی نجیب تره کی وو، چې یواځې د دریو منډو په جوړولو سره وسوځېد.

خو د عثمان غني او شهزاد محمدي یوې ښې ملګرتیا د افغان لوبډلې منډې تر ۹۷ ورسولې. خو د عثمان غني تر سوځېدو وروسته اصغر ستانکزي، شهزاد محمدي او نجیب ځدارڼ خپلې ویکټې ژر ژر له لاسه ورکړې.. خو کله چې سمیع الله شینواری او نبي عیسی خیل ډګر ته ښکته شول، د لوبې بڼه یو ځل بیا بدله شوه.

نبي د ډګر هرې خواته د پرله پسې شپږیزو او څلوریزو په وهلو سره د منډو شمېر تر ۲۳۳ ورساوه.

د افغانستان له لوري تر ټولو ډېرې منډې نبي عیسی خیل وکړې چې په ۳۰ توپونو یې ۸۹ منډې وکړې. نبي ۹ شپږیزې او ۶ څلوریزې ووهلې.

افغانستان په شل اوريزو لوبو کې ريکارډ جوړ کړ

محمد شهزاد ۲۰ اوریزو سیالیو کې له ویرات کولي مخکې شو

شهزاد محمدي هم ۷۲ منډې جوړې کړې.

افغان لوبډله وتوانېده چې په ټاکل شویو شلو اورونو کې ۲۳۳ منډې جوړې کړي.

د آیرلنډ لوبډلې پیل ډېر ښه او تیز وو، آیرلنډې لوبډلې په پاور پلې کې ۹۱ منډې وکړې، او همدا شان لوبې ته یې اړتیا هم لرله.

خو د امیر حمزه او راشد خان توپ اچونې او د نبي ښې ډګر ساتنې په پایله کې ونه توانېدل ټاکل شوی هدف پوره کړي.

آیرلنډ خپل ټول لوبغاړي د شلم اور په دویم توپ له لاسه ورکړل. چې یواځې ۲۰۳ درې منډې یې جوړې کړې وې.

راشد خان درې آیرلنډې لوبغاړي او کریم جنت او امیر حمزه دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

نبي عیسی خیل د دغو لوبو د لړۍ غوره توپ وهونکی او راشد خان غوره توپ اچونکي اعلان شول.

راشد خان د لړۍ یا سریز غوره لوبغاړی شو.

په دې سره افغانستان د دریو لوبو لړۍ ټولې وګټلې. او دا یې برله پسې یوولسمه شل اوریزه لوبه ده چې ګټي یې.

اړونده مطالب

ورته مطالب