د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ يو ورځنۍ لوبې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان او ايرلنډ تر اوسه اته رسمي يو ورځنۍ نړيوالې لوبې کړي چې په پنځو کې ايرلنډ بريالى شوى و.

افغان لوبډله په شل اوريزو لوبو کې تر ايرلنډ وړاندې ده. په شل اوريزو سياليو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ١٠ لوبې شوي دي چې افغانستان په کې اووه او ايرلنډ يوازې درې گټلي دي. خو په يو ورځنيو سياليو کې بيا د ايرلنډۍ لوبډلې تله درنه ښکاري.

دواړو هېوادونو تر اوسه اته رسمي يو ورځنۍ نړيوالې لوبې کړي چې په پنځو کې ايرلنډ بريالى شوى و.

افغانستان له ايرلنډه د شل اوريزو لوبو لړۍ وګټله

شل اوريزو لوبو کې د افغانستان نړيوال ريکارډ

د افغانستان او ایرلنډ سیالیو کې د نهو ریکارډونو جوړېدل

د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ لومړنۍ يوه ورځنۍ لوبه په ٢٠٠٩ کال کې وشوه.

هغه لوبه په سويلي افريقا کې د ٢٠١١ کال نړيوالو اتلوليو ته د غوراوي لپاره وه.

افغانستان په کې برى وموند خو هغه مهال لا افغانستان د رسمي نړيوالو يو ورځنيو لوبو دريځ نه و موندلى.

خو په ٢٠١٠ کال کې چې افغانستان له ايرلنډ سره لومړنۍ رسمي لوبه وکړه افغان لوبډلې په کې د ٢٣٨ منډو هدف ترلاسه نه کړ.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ په اتو لوبو کې تر اوسه افغان لوبغاړو يوازې درې لوبې گټلي دي.

په هالنډ کې ترسره کېدونکې هغې لوبې کې ايرلنډ د نهو لوبغاړو په سوځېدا ٢٣٧ منډې کړې وې چې حميد حسن په کې درې او خالق داد نوري په کې دوه لوبغاړي سوځولي وو.

په ځواب کې شبير نوري ٣٨ منډې وکړې او ټوله افغان لوبډله په ١٩٩ منډو وسوځېده.

افغانستان تر ٢٠١٥ کال پورې ايرلنډ ته په يو ورځنيو لوبو کې ماتې ورنه کړاى شواى.

د ٢٠١٥ کال د جنوري په ١٧ مه نېټه په دوبۍ کې ترسره شوې لوبه کې افغانستان لومړى منډې وکړې او د نجيب ځدراڼ د ٨٣ منډو په مټ يې ٢٤٧ هدف وټاکه.

د ايرلنډ لوبډله په ځواب کې په ١٧٥ منډو وسوځېده. حميد حسن بيا هم درې لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ په اتو لوبو کې تر اوسه افغان لوبغاړو يوازې درې لوبې گټلي دي.

دوه نورې يې تېر کال (٢٠١٦) په ايرلنډ کې وگټلې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډېر ايرلنډي لوبغاړي د انگلستان په کاونټيو کې لوبه کوي او په همدې دليل يې د اوږدو لوبو تجربه ډېره ده.

ډېر ايرلنډي لوبغاړي د انگلستان په کاونټيو کې لوبه کوي او په همدې دليل يې د اوږدو لوبو تجربه ډېره ده.

د اسيا په لوبغاليو کې چې توپ د اروپا پرتله لږ خوځېږي ښايي افغان لوبغاړي ډېر وځلېږي.

ايرلنډ د افغانستان د ورو توپ اچونکو راشد ارمان او محمد نبي په وړاندې شايد په هند کې له ستونزو سره مخامخ وي خو که افغان منډه جوړونکي د لوبې ٥٠ سره اوورونه ولوبوي ښايي ايرلنډ ته سرخوږى جوړ کړي او د يو ورځنيو لوبو ريکارډ هم د شل اورېزو غوندې د ځان په گټه کړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب