افغانستان د ایرلنډ لپاره ۳۳۹ منډې هدف وټاکه

د انځور حقوق FB
Image caption په پنځوس اوره لوبو کې افغان لوبډلې تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې.ر

د افغانستان او ايرلنډ تر منځ دويمه يو ورځنۍ نړيواله لوبه کې افغان کرېکټ ملي لوبډلې مقابل لوري ته په پنځوسو اورونو کې ۳۳۹ منډې هدف وټاکه.

دا لوبه د هند پر ګريټر نويډا لوبغالي کې روانه ده.

* افغانستان په شل اوريزو لوبو کې ريکارډ جوړ کړ

* د افغانستان او ایرلنډ سیالیو کې د نهو ریکارډونو جوړېدل

د افغانستان د کرېکټ بورډ د فیسبوک پاڼې له مخې، پچه افغان کرېکټ ملي لوبډلې وګټله او د توپوهنې پريکړه یې وکړه، په ټاکلو ۴۹،۵ اوورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو ۳۳۸ منډې جوړې کړې.

اصغر له نوروز وروسته دویم افغان کپتان شو چې په یو ورځنیو لوبو کې یې د لوبډلمشرۍ پر وخت سلیزه وکړه.

د افغان بوبډلې تر ټولو ډېرې منډې

د انځور حقوق FB
Image caption اصغر ستانکزی دویم لوبډلمشر دی چې په پنځوس اوره لوبو کې سلیزه کوي.

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې له لوري تر ټولو زياتې منډې لوبډلمشر اصغر ستانيکزي۱۰۱، رحمت شاه زرمتي۶۸، شهزاد محمدي۶۳ منډې جوړې کړې.

ننۍ لوبه د افغانستان ۷۶ مه نړیواله رسمي لوبه ده او دا ۳۳۸ منډې په یوه لوبه کې د افغانانو تر ټولو ډیرې منډې دي،

له دې پخوا افغان لوبډلې له اماراتو سره په سیالۍ کې ۳۰۵منډې جوړې کړې وې.

افغانستان له ایرلنډ تېره پنځوس اوره سیالي هم ګټلې او له هغه مخکې یې د شل اورو سیالیو لړۍ درې د صفر په مقابل کې وګټله.