افغانستان له ایرلنډ دویمه پنځوس اوره لوبه هم وګټله

د انځور حقوق @ACBOFFICIALS
Image caption افغان لوبډلې په پنځوس اوره لوبو کې نن تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې.

د افغانستان او ايرلنډ تر منځ دويمه يو ورځنۍ نړيواله لوبه کې افغان کرېکټ ملي لوبډلې مقابل لوري ته د ۳۴ منډو په توپیر ماتې ور کړه.

دا لوبه هم د هند پر ګريټر نويډا لوبغالي کې روانه ده.

د جمعې ورځې لوبه کې افغانستان د ایرلنډ لپاره ۳۳۹ منډې هدف وټاکه، خو ایرلنډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو سره هدف پوره نه کړ او لوبه افغان لوبډلې وګټله.

د ایرلنډ لوبډلې پیل ښه او ډېر تیز وو، لومړی لوبغاړی یې هغه وخت له لاسه ورکړ چې ۱۱۳ منډې یې جوړې کړې وې.

خو دا راشد خان وو چې سیالې ډلې شپږ ویکټو په اخیستلو سره یې له افغانستان سره په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې زیاته مرسته وکړه.

* محمد شهزاد له ویرات کولي مخکې شو

* نبي او راشد د هند غوره لیګ کې وپېرل شول

* افغانستان په شل اوريزو لوبو کې ريکارډ جوړ کړ

د ایرلنډ لوبډلې په ۴۷ اورونو کې ۳۰۴ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

په افغان لوبډله کې دولت ځدراڼ درې ویکټې واخیستلې او ګلبدین نایت هم یوه ویکټه ترلاسه کړه.

د دواړلو لوبډلو ترمنځ بله پنځوس اوره سیالي هم د مارچ پر ۱۹ ده په همدې لوبغالي کې ترسره کېږي.

د افغان بوبډلې تر ټولو ډېرې منډې

د انځور حقوق @ACBOFFICIALS
Image caption افغان لوبډلې په پنځوس اوره لوبو کې نن تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې.

په نننۍ لوبه کې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې له لوري تر ټولو زياتې منډې لوبډلمشر اصغر ستانيکزي۱۰۱، رحمت شاه زرمتي۶۸، شهزاد محمدي۶۳ منډې جوړې کړې.

ننۍ لوبه د افغانستان ۷۶ مه نړیواله رسمي لوبه ده او دا ۳۳۸ منډې په یوه لوبه کې د افغانانو تر ټولو ډیرې منډې دي.

* محمد نبي او راشد خان په کارابین کرېکټ سیالیو کې

* د افغانستان او ایرلنډ سیالیو کې د نهو ریکارډونو جوړېدل

* افغانستان له ایرلنډه دریمه او وروستۍ ۲۰ اوریزه لوبه هم وګټله

له دې پخوا افغان لوبډلې له اماراتو سره په سیالۍ کې ۳۰۵منډې جوړې کړې وې.

افغانستان له ایرلنډ تېره پنځوس اوره سیالي هم ګټلې او له هغه مخکې یې د شل اورو سیالیو لړۍ درې د صفر په مقابل کې وګټله

نه ماتېدونکې افغان لوبډله

د انځور حقوق Getty Images
Image caption راشد خان په نننۍ لوبه کې شپږ ایرلنډي لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډلې تر دې دمه له ایرلنډ سره په وروستیو سیالیو کې هیڅ یوه لوبه هم نه ده بایللې.

په دویمه درجه هېوادونو کې ایرلنډ لوبډله د افغان لوبډلې تر ټولو ځواکمنه سیاله لوبډله بلل کېده، خو دغو پرلپسې ماتو ته په کتو سره ښايي اوس د کرېکیټ نړیوالې شورا فکر هم بدل شي او افغان لوبډله تر ایرلنډ لوبډلې غوره وګڼي.

افغان او ایرلنډ ملي لوبډلې درې نورې یو ورځنۍ لوبې سره لري، چې د افغانستان په کوربتوب د هند په ګریټر نویډا لوبغالي کې ترسره کیږي

اړونده مطالب

ورته مطالب