کریکټ: له پرله پسې بریاوو وروسته افغان لوبډلې له ایرلنډه ماتې وخوړه

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption آیرلنډي لوبغاړو نن ښه لوبه وکړه، که څه هم نن بیا هم سټرلینګ د ۹۹ منډو په جوړولو او د سلیزې په ارمان د نبي په توپ اوټ شو.

تر پرله پسې بریاوو وروسته نن افغان کریکټ لوبډلې له ایرلنډ لوبډلې ماتې وخوړه.

آیرلنډي توپ اچونکو ښه پیل درلود او داسې اټکل کېده چې ښايي افغان لوبډله په سلو منډو کې راټوله کړي. ځکه د افغانستان پنځه د سر لوبغاړي د ۵۷ منډو په جوړولو سره سوځېدلي وو.

خو د راشد خان او ګلبدین نایب ښې ملګرتیا او پنځوسیزو جوړولو او دغه راز د شفیق الله شفق تیزې پنځوسیزې جوړولو د افغانستان د منډو شمېر تر ۲۶۴ ورساوه.

افغانستان له ایرلنډ دویمه پنځوس اوره لوبه هم وګټله

افغانستان د ایرلنډ لپاره ۳۳۹ منډې هدف وټاکه

دا لومړی ځل دی چې په یوه لوبه کې په اووم، اتم او نهم لمبر راوتونکي لوبغاړي درې واړه پنځوسیزې پوره کړي.

آیرلنډي لوبغاړو نن ښه لوبه وکړه، که څه هم نن بیا هم سټرلینګ د ۹۹ منډو په جوړولو او د سلیزې په ارمان د نبي په توپ اوټ شو.

خو د بالبیرني تیزې لوبې او ۸۵ منډو آیرلنډي لوبډلې ته بریا ورپه برخه کړه.

نن د افغانستان ورو توپ اچونکي چې تر ډېره مټ پرې کیږي، ښه ونه لوبېدل او تر ډېره ونه توانېدل چې خپل سیال لوبغاړي وسوځوي.

افغان لوبډلې تر دې وړاندې دوه لوبې ګټلي او وبه کتل شي چې په دوو راتلونکو لوبو کې څه ډول لوبیږي.

د شل اوریزو لوبو د لړۍ ټولې درې لوبې افغانستان ګټلې دي.

د لوبې غوره لوبغاړی پاول سټرلینګ شو.

د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ يو ورځنۍ لوبې

اړونده مطالب

ورته مطالب