کرېکټ: رحمت او ارمان د افغانانو ارمان پوره کړ

افغانستان له ايرلنډ سره د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ درې دوه تر هغه وروسته وگټله چې په وروستۍ لوبه کې يې برى وموند.

رحمت شاه نننۍ لوبه کې سلیزه وکړه. دا یې د لوبیز ژوند دویمه سلیزه ده.

پر دې سربېره سمیع الله شینواري ۶۰ منډې وکړې

پر ده سربېره افغان توپ وهونکو کې سمیع الله شینواری هم ښه وځلېد او ۶۰ منډې يې وکړې.

د رحمت شاه او سمیع الله شینواري تر منځ د منډو ملګرتیا د افغان لوبډلې په بري کې مهم رول ولوباوه.

نن د لوبې پچه ایرلنډ ګټلې وه او لومړی یې په خپله توپ وهنه وکړه.

په ۴۸ اورونو کې یې ۲۲۹ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

افغان بالرانو کې یو وار بیا راشد ارمان تر ټولو ډېر وځلېد او ۴ لوبغاړي یې وسوځول.

په دې سره راشد خان نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ۵۰ وېکټې هم پوره کړې.

افغان لوبډلې د ۲۳۰ منډو هدف د اوو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۹م اوور کې پوره کړ