افغان لوبغاړي فواد د ارسنال معلولینو فوټبال ټیم ته څنګه لاره پیدا کړه؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان لوبغاړي فواد د ارسنال معلولینو فوټبال ټیم ته څنګه لاره پیدا کړه؟

احمد فواد امرخېل هغه معلول افغان ځوان دی چې کابل کې یې د کورنیو جګړو پر مهال د پښې له لاسه ورکولو سره سره، خپلو هیلو ته د رسېدو له هڅو لاس وانه خیست.

هغه لا ماشوم و چې معلول شو خو بیا هم له فوټبال سره یې مینه لږه نه شوه او اوس په لندن کې د ارسنال کلب د معلولینو لوبډلې کې لوبېږي.