ماریا شرپووا تر بندیز وروسته اوس "ورځنی تمرین" کوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شرپووا په راتلونکې مې میاشت کې د روم او مادرید سیالیو کې د ګډون کولو حق لري.

شرپووا په تېره جون میاشت کې د میلیدونیوم ګولیو د خوړلو د ثبوت له کبله دوله کاله له لوبو منع شوې، خو د سپورت د تحکیم محکمې (کاس) یې دا بندیز ۱۵ میاشتو ته راټیټ کړ.

دغه ۲۹ کلنه روسۍ لوبغاړې به راتلونکې میاشت د پورش ګرنډ پریکس سیالیو ته بېرته راستنه شي.

دغه نړیواله اتله پوښتي چې: "ایا دا کار به ګران وي؟ رښتیا هم ګران دی".

دا زیاتوي: "په ټنس کې ډېر کله د لاس او سترګې ترمنځ همغږي او تړاو (هغه څه چې لوبه کې اړتیا ورته لرئ) له لاسه ورکوئ، تمرین هېڅکله د جال د بلې خوا ته د مقابل لوري په شان نه وي. "

د ماریا شرپووا سزا له دوو کلونو ۱۵ میاشتو ته ټيټه شوهشرپووا د فرانسې ټېنېس پرانيستې اتلولي وګټله

"د حقیقت لپاره جنګېږم"

شرپووا به د راتلونکې اپرېل میاشتې پر ۲۶مه، لوبغالي ته د بندیز له محدودیته ستنه شي، ټیک د پورش ګرنډ پریکس اتلولیو له پیلېدا دوه ورځې وړاندې. دا اتلولۍ د جرمني شتوتګارټ ښار کې پیلېږي.

په دې معنا چې هغې ته د دغو سیالیو د پیلېدو تر ورځې پورې سیالیو کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي.

شرپووا په راتلونکې مې میاشت کې د روم او مادرید سیالیو کې د ګډون کولو حق لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په تېرو څلورو میاشتو کې مې خپل تمرین سم سرته ورساوه

د شرپووا وروستۍ رسمي سیالي په ۲۰۱۶ کال وه، چې د استرالیا ازادې سیالۍ وې، هلته دا د درملو کارولو له کبله ناکامه اعلان شوه.

شرپووا د مخکښو ښځینه لوبغاړو لپاره په جوړ شوي خبري کنفرانس کې وویل: "کله چې له خپل کار سره مینه لرئ، او په خوشحالۍ یې کوئ، دا کار په جدیت ترسره کوئ، او ستا شاوخوا ډلې ته تاسو انګیزه ګرځئ، پوهیږئ تاسو څوک یاست او دفاع ترې کوئ. "

دا زیاتوي: "ما خپل کار بېرته پیل کړ، هرڅه سم دي. په تېرو څلورو میاشتو کې مې خپل تمرین سم سرته ورساوه."

شرپووا له اوږدې مودې راهیسې میلډونیوم کارول چې وايي نه پوهېده چې د ۲۰۱۶ کال پیل کې پر لوبغاړو ددغو درملو پر خوړلو بندیز لګول شوی و.

میلیدونیوم د زړه اړوند درمل دي، چې به میلدرونیټ هم شهرت لري، دغه درمل د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د ممنوع درملو لست کې شامل شوي دي.

شرپووا وايي، له ۲۰۰۶ کال راهیسې یې د ځینو روغتیايي ستونزو د حل په موخه دغه درمل کارول، نه دا چې "په لوبو کې د لا ښې ځلېدا لپاره یې خوړل".

اړونده مطالب