مادیرا کې هوايي ډګر د رونالدو په نوم شو

د انځور حقوق AFP

هغه ویاړ چې هر فوټبال لوبغاړی یې لري- د پورتګال مادیرا ټاپو هوايي ډګر نوم د کریسټیانو رونالدو نوم ته اړول شوی دی.

مادیرا د کریسټیانو رونالډو او د دوس سانتوس اویرو د زیږېدو اصلي ټاټوبی دی.

اویرو وړاندې د کریسټیانو رونالډو په نوم پېژندل کېده.

د مدرید هوايي ډګر کې د رونالدو له مور سره پیسې نیول شوې

مادیرا هوايي ډګر تر اوسه د "مادیرا نړیوال هوايي ډګر" نوم درلود، چې د رونالډو د زوکړې ښار "فونچال" ته نژدې پروت دی.

د دغه هوايي ډګر د نوم بدلېدو مراسم د چارشنبې په ورځ (مارچ ۲۹مه) ترسره شول.

د انځور حقوق .
Image caption ځینې وايي د رونالدو مجسمه د ایرلنډ مخکیني کپتان نیال کوین څېرې ته ډېره ورته ده

له دغو مراسمو یوه ورځ وړاندې، رونالدو د پرتګال له ملي لوبډلې سره یوځای فونچال لوبغالي کې د سویډن له ملي لوبډلې سره یوه دوستانه سیالي درلوده.

د مادیرا ټاپو ډېری چارواکي او اوسېدونکي پر رونالډو ویاړي. هلته لا له وړاندې په ښار کې د هغه مجسمه ځای پرځای شوې او یو هوټل او موزیم هم د هغه په نوم دی.

رونالډو د ۲۰۱۶ کال د فیفا غوره لوبغاړي جایزه وګټله

د رونالدو پر محبوبیت سربېره، د مادیرا هوايي ډګر پر نوم بدلولو نیوکه هم شوې دي.

ځینې پر دې باور دي چې د رونالدو نوم باید یوه ورزشي سالون یا لوبغالي ته ورکړل شوی وای.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مادیرا هوايي ډګر ک د رونالدو انځور د ځای پرځای کولو پرمهال
د انځور حقوق @MRDANWALKER

ځینې نور ګوتنیوونکي بیا واييو د مادیرا چارواکو د قانون له مخې دا حق نه درلود چې له دولت سره له سلامشورې پرته د هوايي ډګر نوم بدل کړي.

رونالدو د مسلکي فوټبال له پیلولو وړاندې فونچال کې اوسېده او له خپل ورور او دوو مشرو خویندو سره یې یوځای ګډ اطاق درلود.

رونالدو د سعودۍ پېغلې ارمان پوره کړ

هغه بیا د ځوانانو له "سپورټینګ لیسبن" لوبډلې سره یوځای شو او له هماغه ځایه یې مانچسټر یونایټیډ لوبډلې ته لار ومونده او اوس د ریل مادرید لوبډلې وتلی لوبغاړی دی.

د انځور حقوق AP
Image caption د مادیرا هوايي ډګر نوم بدلولو لپاره د پرتګال ولسمشر او لومړی وزیر هم دغو مراسمو ته تللي و

اړونده مطالب

ورته مطالب