د عکسونو البوم: خوست کې د فوټبال 'خپل وطن، ګل وطن' سیالۍ

د افغانستان سوېل ختیځ خوست ولایت کې د 'خپل وطن، ګل وطن' په نوم د فوټبال سیالۍ وشوې چې هدف یې له نشه يي توکو د ځوانانو راګرځول وو. په خوست کې ازاد خبريال احمد شاه د دغو سياليو انځورونه رالېږلي دي.

Image caption خوست کې د فوټبال د ۱۵ پیاړو لوبډلو ترمنځ د 'خپل وطن، ګل وطن' په نوم پیل شوې ۴۰ ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.
Image caption دغه سیالۍ تېر کال هم ترسره شوې او سږ یې دویم کال و.
Image caption د خوست د اولمپیک امریت مسوولین وایي، سږ یې د خپل وطن ګل وطن سیالیو له تېر سره توپیر په دې کې و، چې د لوبغاړو او لوبډلو مالي ملاتړ د ځایي حکومتي ادارو او یو شمېر ټولنو لخوا ترسره شوی و.
Image caption د 'خپل وطن، ګل وطن' د فوټبال سیالیو کې ۱۵ برخه لرونکي لوبډلې پر دریو ګروپونو وېشل شوي وې.
Image caption د خوست د اولمپیک امر عزیز ملنګ بي بي سي ته وویل، ددغو سیالیو پایله کې د خوست ولایت مقام او د دغه ولایت د ښاروالۍ لوبډلو پایلوې ته لاره پيدا کړې وه.
Image caption په دغو سياليو کې د خوست ولایت مقام لوبډلې وکولای شول د ښاروالۍ لوبډلې ته دوه د یو پروړاندې ماتې ورکړې او اتلولي يې په خپل نوم کړه.
Image caption دې سیالۍ ته ځکه 'خپل وطن، ګل وطن' نوم غوره شوی، چې اروپايي هېوادونو ته له قاچاقي لارو ځوانان له تګه راوګرځول شي.
Image caption خوست کې زیاتره د فوټبال لوبغاړي له بېوزلۍ سره مخامخ وي خو دغو سیالیو کې مالي ملاتړ کوونکو د دوی څه نا څه لاسنیوی وکړ.
Image caption دغو لوبو ته هر مازیګر سلګونه نندارچیان راټولیدل.

اړونده مطالب

ورته مطالب