د ای پي ایل لسم پړاو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شاه رخ خان لوبډلې دوه ځلې کلکتې نایټ رایډرز ته ماتې ورکړې

د هندوستان د کریکټ غوره‌لیګ د لسم پړاو سیالۍ د اپرېل په پنځمه پیلېږي چې دا ځل یې اته لوبډلې برخه والې دي.

د پیل سیالي به یې د سن رایزر او رایل چلینجرز لوبډلو ترمنځ حیدر اباد ته څېرمه په (دکن) نومې سیمه کې وشي.

د رایل چلینجرز لوبډلمشري ویرات کولي کوي، خو په لومړۍ لوبه کې به د اوږې د ټپ له امله ګډون ونه کړي.

محمد نبي او راشد خان په کارابین کرېکټ سیالیو کې

د هند غوره لیګ کرېکټ سیالیو خپراوي ته د ټویټر او فېسبوک لیوالتیا

د هندوستان د کریکټ غوره لیګ سیالۍ لومړی وار په ۲۰۰۸ کال کې تر سره شوې چې دمګړۍ د نړۍ د کریکټ د مهمو سیاليو له ډلي دي.

د ای پي ایل په پخوانیو پړاوونو کې پاکستانیو لوبغاړو ته هم د لوبېدو چانس و، خو په وروستیو کې د نوي ډهلي او اسلام اباد تر منځ سیاسي ناندريو پرې سیوری غوړولی او په سږني هغه کې یې پاکستاني لوبغاړو ته د لوبېدو چانس نه شته.

د (ای پي ایل) کریکټ سیالیو په سږني پړاو کې د درېوو لوبډلو لوبډلمشري بهرني/ استرالیايي لوبغاړي کوي؛ د استرالیا د پیل توپوهونکی ډیویډ وارنر د حیدر اباد د سن رایزر لوبډلې، ګلین میکسویل د پنجاب لوبډلې او سټیون سمېت د سوپر جاینټس لوبډلې مشري کوي.

د هندوستان د غوره لیګ په سږنیو سیالیو کې تر ټولو په لوړه بیه اخیستل شوی لوبغاړی بریتانوی الراونډر بین سټوک دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ویسټ انډیز پیاوړی توپ وهونکی ګریس ګېل ته هم په سږنیو سیالیو کې د ښه لوبېدو هیلې دي.

د ویسټ انډیز پیاوړی توپ وهونکی ګریس ګېل ته هم په سږنیو سیالیو کې د ښه لوبېدو هیلې دي. هغه د کریکټ په تاریخ کې لومړنی هغه دی چې په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې د لس زرو منډو جوړولو ته ور نږدې شوی دی.

یوازې ۶۳ منډو ته اړتیا لري چې یاد ریکارډ پر خپل نوم کړي.

سچن ټنډولکر له ای پي ایل نه لاس پر سر شو

تېر ځل یې د هندوستان د غوره لیګ په سیالیو کې تر ټولو ډېرې ۲۵۱ منډې کړې وې.

د (ای پي ایل) په سږنیو سیالیو کې دوه افغان لوبغاړي راشد خان ارمان او محمد نبي عیسی خېل هم اخیستل شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د (ای پي ایل) په سږنیو سیالیو کې دوه افغان لوبغاړي راشد خان ارمان او محمد نبي عیسی خېل هم اخیستل شوي دي.

دواړه لوبغاړي د حیدراباد سن رایزر لوبډلې اخیستي چې راشد خان یې په ۴۰۰ او محمد نبي عیسی خېل یې په ۳۰ لکو هندي کلدارو پېرلي دي.

د (ای پي اېل) سږنۍ سیالۍ به د مۍ تر ۲۱مې دوام وکړي، ټولټال به پکې ۶۰ سیالۍ وشي چې وروستۍ هغه به یې هم په حیدراباد کې وي.

د (ای پي اېل) له امله د هندوستان کورنیو لوبغاړو ته موکه په لاس ورځي چې پخپل کور کې له نړیوالو لوبغاړو سره ولوبېږي. د ای پي ایل لسم پړاو

ورته مطالب