انډر ټیکر له ریسلینګ سیالیو لاس په سر شو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption انډر ټېکر به د سیالۍ پنجرې ته په ځانګړې انداز داخلېده چې له امله یې ډېر مشهور شوی دی.

انډر ټیکر په خپله وروستۍ غېږنیونه کې د رومن راین تر ماتولو وروسته د ریسلینګ له لوبو استعفا وکړه.

انډر ټېکر به د سیالۍ پنجرې ته په ځانګړې انداز داخلېده چې له امله یې ډېر مشهور شوی دی.

یو امریکایی هلک واوره کې ژوندی ښخ شو

شاهین اسمايي د اسیايي فوټبال کلبونو سیالیو کې د افغانستان استازولي کوي

د راتګ پر مهال به یې د لوبغالي برقونه ګول کېدل، هغه به یې په یوه تابوت کې لوبغالي ته راوړ چې مینه والو به یې دغه کار د (مړه سړي مزل) ګاڼه او معمولاً به یې خپل مات شوی سیال بېرته پکې لېږداوه.

د (ډبلیو ډبلیو اي) پر رسمي پاڼه د انډرټېکر انځورونه او ویډیويي کلیپونه خپاره شوي او له هغه یې د لوبو له امله مننه کړې ده.

د انډرټیکر اصلي نوم مارک ویلیم دی. په ۱۹۸۴ کال یې د ورلډ کلاس چمپیین شیپ، په ۱۹۸۹ کال یې د ورلډ چمپیین شیپ او په ۱۹۹۰ کال یې د غېږنیونې د نړیوال فدراسیون غړیتوب تر لاسه کړ.

ورته مطالب