راشد خان لومړۍ ای پي ایل لوبه کې دوه لوبغاړي وسوځول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption راشد خان د رایل چیلنجر لوبډلې د مندیپ سینګ له سوځولو وروسته د خوښي څرګندونه کوي

د هند کرېکټ پرېمیرلیګ یا ای پی اېل سیالیو په لومړۍ لوبه کې نن د راشد خان او محمد نبي لوبډلې حیدراباد سن رایزرز، رایل چیلنجر بنګلور 'ار سي بي ' ته په ۳۵منډو ماتې ورکړه.

نننۍ لوبه کې راشد خان ولوبول شو او محمد نبي لوبډله کې نه و. راشد د خپل لومړي اوور په څلورم توپ وېکټه واخېسته او خپله وړتیا يې وښووله.

د ای پي ایل لسم پړاو

محمد نبي او راشد خان په کارابین کرېکټ سیالیو کې

ده ټولو څلورو اورونو کې د ۳۶ منډو په ورکولو دوه سیال لوبغاړي وسوځول. نننۍ لوبه کې لومړی توپ وهنه سن رایزرز وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې ۲۰۷ منډې وکړې.

د انځور حقوق Getty Images

په توپ وهونکو کې یې یووراج سینګ تر ټولو ښه وځلېد او په ۲۷ توپونو یې د دریو شپږیزو او ۷ څلوریزو په مټ ۶۲ منډې وکړې.

ځواب کې د ار سي بي لوبډلې یوازې ۱۷۲ منډې وکړې. نن د ای پي اېل سږني لوبیز کال لومړۍ ورځ وه.

د لوبو پرانیستې مراسم سویلي حیدراباد ښار کې تر سره شول. لومړۍ لوبه هم د کوربنې لوبډلې سن رایزرز او ویراټ کوهلې د لوبډلې رایل چیلنجر بنګلور سره وه.

کوهلې د اوږې ټپ له کبله لومړنیو لوبو کې برخه نه اخلي.

د هند غوره لیګ یا ای پي ایل سیالۍ ۲۰۰۸ کال کې پیل شوې، چې اوس په نړۍ کې له ډېرو مهمو سیالیو یوه بلل کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د شاه رخ خان لوبډلې کولکته نایټ رایډرز دوه ځلې دغه سیالۍ ګټلې دي

داسې تمه کېږي، چې د ای پي ایل لسمې سیالۍ به خورا سختې وي.

کولکته او ممبۍ دوه ځلې دغه سیالۍ ګټلې او رایل چیلنجرز، ډیلي ډییر ډېولز او کنګز الیون پنجاب نومي لوبډلې تر اوسه نه دي توانېدلې دغو سیالیو کې بریا تر لاسه کړي.