مصباح الحق له نړیوالو لوبو استعفا کوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مصباح الحق په تېره جولای میاشت کې انګلستان ته د ماتې ورکولو پرمهال د خپلې لوبډلې کپتان و

د پاکستان ټسټ لوبو کپتان مصباح الحق ویلي، د اپرېل پر ۲۱مه، د ویسټ انډیز پروړاندې له سیالیو وروسته به له نړیوالو سیالیو لاس پر سر شي.

۴۲ کلن پخواني بېټسمن د پنجشنبې په ورځ د قذافي سټډیم کې له لوبو د لاس په سر کېدو دا اعلان په یوه خبري غونډه کې وکړ.

نوموړي له ۲۰۱۰ کال راهیسې د ۵۳ ټسټ لوبو کپتاني کړې ده، چې سږ کال د غوره پنځو کریکټ لوبغاړو په نوملړ کې هم راغی.

پاکستان په کینګسټون کې د اپرېل پر ۲۱مه له ویسټ انډیز سره درې لوبې لري.

کرېکټ: د پاکستان سوپر لیګ لوبې دوبۍ کې پیل شوې

د دوبۍ ټېسټ لوبو کې د اظهرعلي ۳۰۰ منډې؛ پر وسټ انډیز سخت فشار دی

مصباح الحق وول: "زما د کریکټ سفر ډېر ښه و. زما په مسلکي ژوند کې ډېرې ټیټې او ژورې مخې ته راغلې، خو اوس زه پر خپل حاضر وخت ډېر پام کوم".

نوموړی د ۲۰۱۰ کال لومړیو کې له لوبو وایستل شو، خو د خپل سلف سلام بټ له لیرې کېدا وروسته کپتان شو.

سلام بټ له محمد عامر او محمد اصف سره یوځای بندي شو.

مصباح د پاکستان ټیسټ لوبو پیاوړی کپتان دی، چې له ټول ټال ۵۳ لوبو یې ۲۴ ګټلې دي.

نوموړي په ۷۲ ټسټ لوبو کې ۴٫۹۵۱ منډې کړې.

دی وايي، له ویسټ انډیز سره راتلونکې سیالي د بریا پر لور د خپلې لوبډلې د بېولو لپاره غوره فرصت دی.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption مصباح الحق د ۲۰۱۶ کال پنځو غوره کرېکټ لوبغاړو کې راغلی

مصباح الحق له ۲۰۱۱ د ۲۰۱۵ کال تر نړیوال جام پورې د یوې ورځنیو نړیوالو لوبو غوره کپتان تېر شوی.

نوموړي د اتو ټي۲۰ سیالیو کپتاني کړې ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب