کرېکټ: تر مصباح الحق وروسته یونس خان هم د تقاعد اعلان وکړ

یونس د انځور حقوق Getty Images

د پاکستان د کرېکټ لوبډلې پخواني کپتان او په ټست لوبو کې ددغه هېواد ترټولو ډېرو منډو جوړوونکي بېټسمېن یونس خان له ویسټ انډیز سره د لوبو لړۍ تر پایته رسېدو وروسته د تقاعد اعلان کړی دی.

یونس خان وویل، هغه د پاکستان لپاره د امکان تر بریده د ښه خدمت کولو ټولې هڅې کړې دي:

"ما د خپل هېواد مخ پروړاندې وړلو هڅه وکړه او که له دې پلوه زما لخوا کومه تېروتنه شوې وي، نو هغه له پامه وغورځوئ."

پخواني کپتان وویل، هغه تر ښه فکر کولو وروسته دغه پرېکړه کړې او دا چې د خپلې کورنۍ له غړو سره راغلی نو یوه لامل یې همدا دی.

+ مصباح الحق له نړیوالو لوبو استعفا کوي

هغه وویل، اوس سرفراز احمد موقع لري چې د پاکستان کرېکټ ته پرمختیا ورکړي. "زما په باور د چا تګ [د پاکستان پر کرېکټ] کوم اغېز نه لري، که یونس خان هم لوبه ونه کړي نو اغېز به ونه لري."

د یونس خان په وینا، په ۲۰۰۷ کال کې چې د پاکستان ویسټ انډیزی روزونکی باب وولمر مړ شو نو دوه، درې ورځې دده لپاره د ژوند ترټولو غمجنې ورځې وې، ځکه چې لوبډله یوازې شوه او روزونکی یې نور دې نړۍ کې نه و.

د انځور حقوق AFP

یونس خان د ۲۰۰۰ میلادي کال د فبرورۍ په ۱۳مه په کراچۍ کې د سریلانکا پرخلاف یو ورځنیو لوبو کې د نړیوال لوبغاړې په توګه ډګر ته راغی او ۴۶ منډې یې وکړې.

د پاکستان لپاره د ټسټ لوبو ډېرو منډو جوړوونکي یونس خان په کرېکټ کې خپله لومړنۍ ټسټ لوبه د سریلانکا پروړاندې په راولپنډۍ کې ترسره کړه او په همدې لوبه کې یې سلیزه هم ووهله.

یونس خان په ۱۱۵ ټست لوبو کې لوبېدلی چې په ۳۴ کې یې سلیزې وهلي او په مجمومي ډول یې ۹۹۷۷ منډې کړې دي.

د انځور حقوق Reuters

د هغه ترټولو ډېرې منډې ۳۱۳ دي چې هغه په ۲۰۰۹ کال کې د سریلانکا پر خلاف جوړې کړې. دا د پاکستان د کرېکټ په تاریخ کې د لوبغاړو درېیم لوړ امتیازونه و چې ترلاسه یې کړل. حنیف محمد د ۳۳۷ منډو په جوړولو لومړی او انضمام الحق د ۳۲۹ منډو په ترلاسه کولو دویم لوبغاړی دی چې په یوه اننګز کې یې جوړې کړې دي.

د یونس خان نوم اوس هم له وسډن سره د پنځو وتلو لوبغاړو په لست کې شته.

یونس د پاکستان لخوا په ټسټ لوبو کې ترټولو ډېرو منډو جوړولو سره د بل پاکستاني لوبغاړي جاوېد میانداد ریکارډ مات کړ. هغه د انضام الحق د ۲۵ سلیزو ریکارډ هم مات کړ.

د انځور حقوق AFP

یونس خان د خپلې کپتانۍ پرمهال پاکستان په ۲۰۰۹ کال کې د نړیوالو شل اوریزو لوبو اتل کړ چې د ۱۹۹۲ کال د نړیوال جام تر ګټلو وروسته د پاکستان ترټولو لوی ویاړ و. تر هغې وروسته یونس خان له شل اوریزو لوبو څنګ ته

یونس د ۲۰۱۵ کال په نومبر کې د استرالیا پرخلاف متحده عربي اماراتو کې د یو ورځنیو لوبو پرمهال له یو ورځنیو لوبو د تقاعد اعلان کړی و.

هغه په ۲۶۵ یو ورځنیو لوبو کې برخه اخیستې، ۷ سلیزې یې وهلې او د ۴۸ پنځوسیزو په مرسته یې ۷۲۴۹ منډې جوړې کړې دي او درې وېکټې یې هم اخیستي.

اړونده مطالب