کابل کې د کرېکټ د سولې جام کوربه توب کوي

د انځور حقوق ACB
Image caption د سولې جام شل اوریزې سیالۍ راتلونکې یکشنبې(اپرېل ۱۶مه) پيلیږي چې پنځه ورځې به دوام کوي.

کابل به راتلونکې اونۍ د سولې جام په نوم د کرېکټ د کورنیو لوبډلو کوربه وي. دغه سیالۍ د خصوصي سکتور له خوا د کرېکټ بورډ په همغږۍ پيلېږي.

د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل وايي، د خصوصي سکتور د ودې او د سولې د راتلو لپاره یې د دغو سیالیو هوکړه لاسلیک کړې.

دغه سیالۍ د شپږو لوبډلو ترمنځ کېږي چې د ملي ټیم لوبغاړي هم په کې دي.

د افغانستان په کرېکټ بورد کې راغونډ شوي مسؤولین راټول وايي، د سولې جام سیالیو لپاره یې له خصوصي سکتور سره هوکړه لاسلیک کړې ده.

افغان کرېکټ لوبډله ډک لاس کابل ته ستنه شوه

لومړی ځل د افغانستان دوو لوبډلو په ورته مهال بریا تر لاسه کړه

د سولې جام شل اوریزې سیالۍ راتلونکې یکشنبې(اپرېل ۱۶مه) پيلیږي چې پنځه ورځې به دوام کوي.

سلیمان غر زمریان، پامیر ستوري ، وزیر زی چمپین، بوست اتلان، سپین غر بازان او کابل زلمیان د دغه لیک هغه شپږ لوبډلې دي چې په دوو ګروپونو وېشل شوي او هره ورځ به دوه سیالۍ کوي.

د کرېکټ بورد مشر عاطف مشعل دا ډول لوبې د نويو استعدادونو د را ټوکېدو لپاره ښه چاره وبلله:

د انځور حقوق @Atif Mashal
Image caption ښاغلی مشعل وايي، د کریکټ له لارې د سولې راوستلو هڅه کوي

''دا به په کور د ننه د ډېرو افغان لوبغاړو لپاره د لوبو زمینه برابره کړي او نوي استعدادونه به راپیدا کړي. د سولې لیګ کې یو لوی پیغام نغښتی.''

کرېکټ او نورې ملي لوبې افغانستان کې د ملي یووالي یو ښه سمبول ګڼل کېږي او دا لومړی ځل دی چې افغانستان کې د ټیکاو د راوستو لپاره د سولې لیک کرېکټ سیالۍ ترسره کېږي.

دا هم ولولئ:

کرېکټ: افغانستان 'ایمرجنګ' کپ سیالیو کې مالیزیا ته ماتې ورکړه

د زمبابوې په سياليو کې د افغان لوبغاړو لوبه څرنگه وه؟

د انځور حقوق ACB
Image caption دغه سیالۍ د شپږو لوبډلو ترمنځ کېږي چې د ملي ټیم لوبغاړي هم په کې دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب