ای پي اېل: راشد خان د ګوجرات لاينز درې لوبغاړي وسوځول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان لوبغاړي راشد خان په نننۍ لوبه کې د ګوجرات لاينز لوبډلې درې لوبغاړې سوځول

د هند کرېکټ پرېمیرلیګ یا ای پی اېل سیالیو کې د حيدراباد سن رايزرز لوبډلې ګوجرات لاينز ته په نهو وېکټو ماته ورکړه.

نننۍ لوبه کې ګوجرات لاينز لومړی منډې جوړې کړې او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د اووه لوبغاړو په سوځېدو منډې ۱۳۵ جوړې کړې.

د ګوجرات لاينز لپاره ډوين سمېت ۳۷، برېنډون مکولم ۳۱ او ډېنش کارتېک ۳۰ منډې جوړې کړې.

راشد خان لومړۍ ای پي ایل لوبه کې دوه لوبغاړي وسوځول

د ای پي ایل لسم پړاو

نبي: زما هدف پیسې نه په هند لیګ کې ښه لوبېدل دي

افغان لوبغاړي راشد خان په نننۍ لوبه کې د ګوجرات لاينز لوبډلې درې لوبغاړې سوځول او په څلورو اوروونو کې يې مقابلې لوبډلې ته يوزاې ۱۹ منډې ورکړې.

راشد خان غوره لوبغاړی ونومول شو. نوموړي په تېره لوبه کې دوه لوبغاړي سوځولي وو.

محمد نبي په نننۍ لوبه کې نه و.

د سنرايزرز حيدراباد لوبډلې لپاره ډېوېډ وارنر تر ټولو ښه وځلېد او په ۴۵ توپونو يې د څلورو شپږيزو او شپږو څلوريزو پر مټ ۷۶ منډې جوړې کړې.

د هند غوره لیګ یا ای پي ایل سیالۍ ۲۰۰۸ کال کې پیل شوې، چې اوس په نړۍ کې له ډېرو مهمو سیالیو یوه بلل کېږي.

د هند غوره ليګ تېرې سيالي حیدراباد سنرايزرز ګټلې وه.

اړونده مطالب

ورته مطالب