پاکستان په دویمه یو ورځنۍ کریکټ لوبه کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه

د انځور حقوق AFP
Image caption د لوبې پچه ویسټ انډيزۍ لوبډلې وګټله او پاکستانۍ هغه یې توپوهنې ته را وبلله

د ویسټ انډيز کریکټ ملي لوبډلې په ګیانا کې دویمه یو ورځنۍ لوبه د ۷۴ منډو په توپیر په پاکستانۍ لوبډلې وبایلله.

د لوبې پچه د ویسټ انډیز لوبډلې وګټله او خپلې سیالې لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ور کړه.

د پاکستان د کریکټ ملي لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲۸۲ منډو هدف ور کړ.

راشد خان لومړۍ ای پي ایل لوبه کې دوه لوبغاړي وسوځول

محمد نبي او راشد خان په کارابین کرېکټ سیالیو کې

د پاکستان لپاره بابر اعظم ښه توپوهنه وکړه چې په ۱۳۲ توپونو یې د ۷ څلوریزو او ۳ شپږیزو پر مټ ۱۲۵ منډې جوړې کړې.

د ویسټ انډيز کریکټ ملي لوبډلې ونه شو کولای یاد هدف پوره کړي. ټوله لوبډله یې د ۲۰۸ منډو په جوړولو ۴۴.۵ اور کې وسوځېده.

ویسټ انډیز او پاکستان کریکټ لوبډلو تر منځ د درېیو یو ورځنیو لوبو له ډلې لومړنۍ هغه یې په څلورو ویکټو ویسټ انډیز ګټلې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption په راتلونکي نړیوال جام کې د ګدون لپاره دواړو لوبډلو ته بری اړین دی.

د یو ورځنیو لوبو په روان سیریز کې دواړه لوبډلې مساوي دي او هره لوبډله د درېیمې لوبې د ګټلو کوښښ کوي.

د ۲۰۱۹ کال د کریکټ په نړیوال جام کې د نیغ په نېغه ګډون لپاره دواړو لوبډلو ته بری تر لاسه کول ډېر اړین دي.

د کریکټ د نړیوالې شورا د خبرپاڼې له مخې، د کریکټ نړیواله اتله لوبډله ویسټ انډیز دمګړۍ په نړیوال درجه بندۍ کې نهم او پاکستان اتم ځای لري.

ویسټ انډیز لوبډلې ته له پاکستانۍ هغې د مخکې کېدو لپاره پکار ده راتلونکې لوبې وګټي .

اړونده مطالب

ورته مطالب