د کرېکټ نوی قانون چمتو دی، د اکتوبر له لومړۍ نېټې به پلي کېږي

کرېکټ د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایم سي سي وايي، قانون داسې لیکل کېږي، چې جنسیتي تبعیض په کې نه وي

د کرېکټ لپاره د قوانینو جوړونکي مارلیبون کلب 'ایم سي سي' تایید کړې، چې د اکتوبر له لومړۍ نېټې وروسته به قانون کې بدلون پلي کېږي، چې له لوبغالي بهر ته د لوبغاړي شړل هم په کې شامل دي.

'د لوبغاړو رویه ' نومي قانون له مخې لوبڅار یا امپایر ته یو شمېر واکونه ورکړل شوي، چې د منډو جریمه او له لوبغالي د لوبغاړي شړلو واک هم په کې شامل دی.

د نوي قانون له مخې به د بیټ لپاره کچه معلومه وي او دغه راز به بیلز په ویکټو پورې سرېښ وي، چې د توپ لګېدو په صورت کې یې د الوت له کبله لوبغاړي ټپي نه شي.

بریتانیا: محکمه له مېرمنې سره د زور زیاتي کونکي کرېکټ لوبغاړي قضیه له سره څېړي

افغان کرېکټ بورډ پر میلیون لیګ لګېدلی بندیز لرې کړ

ایم سي سي د بېټسمین له لوري د ' هنډیډ د بال ' قانون پای ته رسولی او له دې کبله سوځېدلو ته د فیلډینګ پر وړاندې د خنډونو قانون کې ځای ورکړل شوی دی.

دې سره به نان سټرایکر اینډ کې د لوبغاړي له لوري پر ځمکه یو ځل د بیټ ایښوولو له کبله سوځېدلی نه بلل کېږي او بدیل لوبغاړي ته د ویکټ ساتنې اجازه هم ورکړل شوې.

مارلیبون کلب چارواکي وايي، قوانین داسې لیکل کېږي، چې جنسیتي امتیاز په کې رامنځته نه شي. دغه نوي قانون کې که څه هم د بېټسمین او تهرډ مین اصطلاحات پر ځای پاتې دي، خو د ماضي په څېر 'هي' (He) په کې نه دی استعمال شوی.

د ایم سي سي قوانینو مدیر فریزر سټېوارټ وايي: ایم سي سي د قانون جوړولو لپاره څېړنه کړې، چې دغه قوانین د لوبغاړو، لوبڅارانو او نندارچیانو لپاره اسان شي.

د نوموړي په خبره ' دغه قانون به ټوله نړۍ کې پلی کېږي، ځکه باید پرې پوهېدل اسان وي '