بنګله دېش: کرېکټ کې په څلورو بالونو ۹۲ منډې

د انځور حقوق FACEBOOK.COM/LALMATIACRICKETCLUB
Image caption د توپ اچوونکي په څلورو سمو بالونو هم مستقیض الرحمن نومي توپوهونکي ۱۲ منډې جوړې کړې وې.

د بنګله دېش د کرېکټ د دویمې کچې په لیګ کې یوه توپ اچوونکي په ۴ توپونو ۹۲ منډې ور کړي او لوبه یې بایللې ده.

توپ اچوونکی سجن محمود نومېږي. ټولټال ۳۲ توپونه کړي دي. نوموړي په لوی لاس ۱۳ پراخ، ۱۵ نوبالونه کړي و، چې یو شمېر یې تر بونډرۍ ورسېدل. تر ده وړاندې د فایر فایټینګ کریکټ کلب توپ اچوونکي تسنیم حسن هم په ۷ اعتراضي توپونو ۶۹ منډې ور کړې وې.

د بنګله دېش د کریکټ یوه چارواکي جلال یونس ويلي، ورته اعتراضي کړنې یې د کرکټ پر وده ناوړه اغېز پرېباسي چې د بنګله دېش کریکټ بورډ به یې پر وړاندې جدي ګام اخلي.

د رپوټونو له مخې، توپ اچوونکی سجن محمود د لسو کلونو او د لوبې لوبڅار د شپږو میاشتو لپاره له لوبو کولو منع شوي دي.

د شاتو مچیو کریکټ سیالي ودروله

د کرېکټ نوی قانون چمتو دی، د اکتوبر له لومړۍ نېټې به پلي کېږي

تر مصباح الحق وروسته یونس خان هم د تقاعد اعلان وکړ

لومړۍ توپوهنه د "لال مټیا" لوبډلې وکړه چې په ټاکلو ۱۴ اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۸۸ منډو هدف ور کړ، خو کله یې چې د توپ اچونې نوبت را ورسېد، د توپ اچوونکي په لومړي اور کې سیالې لوبډلې ۹۲ منډې تر لاسه کړې او لوبه یې په لسو ویکټو او ۱۳.۲ اورونو وګټله.

د توپ اچوونکي په څلورو سمو بالونو هم مستقیض الرحمن نومي توپوهونکي ۱۲ منډې جوړې کړې وې.

د "لال مټیا" کلب سکرتر عدنان رحمن ویلي، توپ اچوونکي د ډاکې د دویمې کچې په لیګ کې د لوبڅار د ناسمو پرېکړو په غبرګون کې یاده توپ اچونه کړې ده.

د انځور حقوق Getty Images

د هغه په خبره، کیسه د لوبې له پیله خرابه شوه چې لوبڅار یې لوبډلمشر ته اجازه ور نه کړه چې د پچې اچونې سکه وګوري.

د بنګله دېش کریکټ بورډ چې د دغو سیالیو مشري کوي، رسنیو ته ویلي، د دې مسلې د هر اړخیزې څېړنې لپاره یې له مسوولو چارواکو معلومات غوښتي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب