افغانستان کې د کرلېنګ لوبو فدراسیون جوړ شو

د انځور حقوق AFP
Image caption کرلېڼګ په افغانستان کې بیخي نوې لوبه ده

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د کرلېنګ لوبو فدراسیون پرانیستل شو.

کرلېنګ لوبې لومړی په هواره ځمکه او بیا وروسته په کنګلي ډګرونو کې کیږي چې لوبغاړي په کې په لاسونو توپ ټاکل شوی ځای ته رسوي.

د کرلېنګ فدراسیون مشر منورشاه شهزاد بي بي سي ته وویل، دوی اوس د فلور یا هوارې ځمکې کرلنګ په نړیوال فدراسیون کې غړیتوب اخیستی او کله یې چې لوبغاړي مسلکي شي، په کنګل به هم لوبې وکړي:

"دا یو ډول نوی اولمپیکي فدراسیون دی، چې افغانستان کې نوی دی. هڅه مو دا ده چې ډېر ژر وده ورکړو. تر اوسه موږ ۵۰ لوبغاړي لرو."

ښاغلی شهزاد وایي هڅه یې داده چې راتلونکي ژمی په بامیانو کې په طبیعي کنګل کرلېنګ سیالۍ ترسره کړي.