د کرېکټ نړیواله شورا شهزاد په موقت ډول له لوبو منع کوي

د انځور حقوق .
Image caption شهزاد به له ۲۶ اپرېله د لنډ مودې لپاره له کرېکټه منع وي

د کرېکټ نړیوالې شورا 'ای سي سي ' ویلي، د افغانستان کرېکټ وېکټ ساتونکی او توپوهونکی لوبغاړی محمد شهزاد به د لنډ مهال لپاره له لوبو منع وي.

دا پرېکړه یې وروسته له هغه کړې چې محمد شهزاد د منع شویو درملو کارولو 'ډوپنګ ' اړوند یوه ازموینه کې ناکام شو.

د نوموړي دا ازموینه د روان کال جنورۍ میاشت کې شوې وه او پایله یې ښيي چې د شهزاد په وینه کې د كلينبوتيرول درمل موندل شوي، چې د ای سي سي په قوانینو کې یې کارول ناقانونه ګڼل شوي دی.

كلينبوتيرول معمولاً د ساه لنډۍ درملنې لپاره کاروول کېږي، خو د بدن ځینې عضلاتو غوښې د غښتلتیا او وازدې ویلولو لپاره هم مرسته کوي.

محمد شهزاد ایسوسیټیډ درجه کې د کال غوره لوبغاړی

محمد شهزاد د وېراټ کولي ريکارډ مات کړ

شهزاد به د اپریل له ۲۶ د لنډې مودې لپاره له کرېکټه منع وي. شهزاد په ۱۱۶ نړیوالو یوه ورځنیو لوبو کې برخه اخیستي، چې یوه ورځنۍ او شل اوریزې په کې شاملې دي.

دی د اپیل حق لري. د افغانستان کرېکټ بورډ لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ۲۰۱۶ کال وروستیو کې محمد شهزاد د ای سي سي يا کرېکټ نړيوالې شورا له خوا د اسوشيېټ يا دویمې کچې کرېکټ د کال غوره لوبغاړي جايزه ګټلې وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کلن محمد شهزاد تېره مارچ میاشت کې د شل اوریزو سیالیو څلورو تر ټولو لوړو منډو کې د هند کرېکټ لوبډلې پر توپ وهونکي ویرات کولي مخکې شو.

۲۹ کلن محمد شهزاد تېره مارچ میاشت کې د شل اوریزو سیالیو څلورو تر ټولو لوړو منډو کې د هند کرېکټ لوبډلې پر توپ وهونکي ویرات کولي مخکې شو.

نوموړي په ۵۸ سیالیو کې ۱۷۷۹ منډې کړې، په دې معنا چې د ویرات کولي ۴۸ لوبو په ۱۷۰۹ منډو کې د شهزاد ۷۰ منډې پرې زیاتې دي.

بي بي سي له افغان کرېکټ بورډ سره په دې اړه اړیکه ونیوه، خو افغان کرېکټ چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې.

اړونده مطالب

ورته مطالب