د سنرایزرز نننۍ لوبه کې نبي او راشد دواړه لوبېږي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په نننۍ لوبه کې د افغانستان دواړه لوبغاړي محمد نبي او راشد خان لوبېږي.

د هند په کرېکټ پرېمیرلیګ - اي پي اېل - کې د سنرایزرز حیدر اباد او کېنګز اېلېون پنجاب تر منځ لوبه کې د افغانستان دواړه لوبغاړي محمد نبي او راشد خان لوبېږي.

دا د ای پي اېل روان لوبیز کال کې لومړی ځل دی چې محمد نبي کومه لوبه کې د سنرایزرز استازیتوب کوي.

راشد خان لومړۍ ای پي ایل لوبه کې دوه لوبغاړي وسوځول

ای پي اېل: راشد خان د ګوجرات لاينز درې لوبغاړي وسوځول

د ای پي ایل لسم پړاو

راشد خان تر اوسه ټولو څلورو لوبو کې لوبېدلی او ۷ لوبغاړي یې سوځولي.

د نوموړي په زړه پورې بالېنګ او لوړ استعداد نه یوازې هند بلکې ټوله نړۍ کې د کرېکټ مینه وال متاثره کړي.

نننۍ لوبه د محمد نبي لپاره لوی فرصت دی.

تېرو څو لوبو ته که وکتل شي نو سنرایزرز په لوبډله کې یوازینۍ ستونزه د یوه ښه الراونډر وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption راشد خان تر اوسه ټولو څلورو لوبو کې لوبېدلی او ۷ لوبغاړي یې سوځولي.

محمد نبي په شل اوره لوبو کې یو پېژندل شوی توپ وهونکی او توپ اچوونکی بلل کېږي.

دی به د راشد خان تر څنګ د سن رایزرز لوبډلې لپاره ورو توپ اچوونه کې یو بل غوره انتخاب وي.

دی یې تر څنګ په پنځم یا شپږم نمبر توپ وهنه هم کولی شي.

نن به لوبه کې ټول پام پر محمد نبي وي چې ایا له دغه فرصته پوره ګټه پورته کولی شي کنه؟

اړونده مطالب

ورته مطالب