راشد او نبي د کېنګز اېلېون پنجاب درې لوبغاړي وسوځول

Image caption د محمد نبي لپاره دا لومړی ځل و چې د ای پي اېل روان لوبیز کال په کومه لوبه کې د سنرایزرز استازیتوب کاوه.

د هند پرېميرليګ کې د کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلې پر وړاندې سيالۍ کې افغان لوبغاړو درې وېکټې واخيستې او له دې سره سنرايزرز حيدراباد لوبډلې دغه لوبه په پنځو منډو وګټله.

په نننۍ لوبه کې راشد خان دوه او محمد نبي يو لوبغاړی وسوځاوه.

د سنرایزرز نننۍ لوبه کې نبي او راشد دواړه لوبېږي

راشد خان لومړۍ ای پي ایل لوبه کې دوه لوبغاړي وسوځول

د لوبه پچه کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلې وګټله او مقابلې لوبډلې ته يې لومړی د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

سنرايزرز حيدراباد لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۹ منډې جوړې کړې او کېنګز اېلېون پنجاب ته يې د ۱۶۰ منډو هدف وټاکه.

د سنرايزر لوبډلې کپتان ډېوېډ وارنر په ۵۴ توپونو ناسوځېدلې ۷۰ منډې ترسره کړې، پر ده سربېره نمن اوجها ۳۴ او شېکر دهون د ۱۵ منډو په جوړېدو وتوانېد.

د کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلې لپاره اکسر پټېل او موهېت شرما دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د سنرايزرز حيدر اباد لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې بوونېشور کومار ډېر ښه وځلېد او يوازې د ۱۹ منډو په ورکولو سره يې د کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلې ۵ لوبغاړې وسوځول.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption راشد خان تر اوسه ټولو پنځو لوبو کې ۹ لوبغاړي یې سوځولي.

پر نوموړي سربېره راشد خان ۲، محمد نبي، سېدارت کاول او موسېز هېنرېکز يو يو لوبغاړی وسوځاوه.

راشد خان تر اوسه ټولو پنځو لوبو کې ۹ لوبغاړي یې سوځولي.

د نوموړي په زړه پورې بالېنګ او لوړ استعداد نه یوازې هند بلکې ټوله نړۍ کې د کرېکټ مینه وال متاثره کړي.

د محمد نبي لپاره دا لومړی ځل و چې د ای پي اېل روان لوبیز کال په کومه لوبه کې د سنرایزرز استازیتوب کاوه.

د توپ وهنې په برخه کې د کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلې لپاره، منان وهرا ټر ټولو ښه لوبه وکړه او په ۵۰ توپونو يې ۹۵ منډې جوړې کړې، له ده پرته مېلر ۱۳، مورګن ۱۰ او مکسوېل ۱۰ منډې جوړې کړې.

د سنرايزرز حيدراباد راتلونکې لوبه د چهارشنبې په ورځ له ډيلي ډېيرډېولز سره ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب