کرېس ګېل په شل اوره لوبو کې ۱۰زره منډې پوره کړې

د انځور حقوق .
Image caption کرېس ګېل د دې منډو پوره کېدل د خوب رښتیا کېدل بولي.

د ويسټ انډيز د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی کرېس ګېل لومړنی لوبغاړی شو چې په شل اوره لوبو کې لس زره منډې کوي.

کرېس ګېل اوس د هند په (ای پي ايل) لوبو کې د بنګلور لوبډلې لخوا لوبيږي چې تېره ورځ د اپرېل/ ۱۸مه يې ګجرات لاینز ته په ۲۱ منډو ماتې ورکړه.

نوموړي په یاده لوبه کې ۷۲ منډې جوړې کړې چې ور سره یې په شل اوره سیالیو کې د ټولو جوړو کړو منډو شمېر لس زرو ته ورسېد.

دغه ۳۷ کلن لوبغاړي په په یاده لوبه کې ۷ شپږیزې او ۵ څلوریزې ووهلې.

ښاغلي ګېل د کورني کرېکټ په شل اوره لوبو کې یوازې په څلوریزو او شپږيزو ۷۵۳۴ منډې کړې دي.

د نوموړي د منډو په لس زریز ریکارډ کې ۱۸ سلیزې او ۶۱ پنځوسیزې وهلې دي.

نوموړی د کرېکټ په نړۍ کې خپل مینه وال لري. ګېل پخپله وايي، نړیوال مشر لا ژوندی دی او همدلته دی: "د لس زره منډو تر لاسه کول مې په ذهن کې و او ډېر خوشال یم چې دغه بریا تر لاسه کړه."

اړونده مطالب