"درغلې شراپووا ته بیا لوبو کې د ګډون اجازه باید نه وای ورکړل شوې"

شراپووا د انځور حقوق Getty Images
Image caption اکتوبر کې د نړیوالو سیالیو منځګړې محکمې ویلي و، چې شراپووا په نړیواله کچه 'د ممنوع درملو کارونکې' نه ده

د کاناډا ټینیس لوبغاړې یوګینې بوشارډ، چې ۲۰۱۴ ومبلډن سیالیو پایلوبې ته رسېدلې وه وايي، د ماریا شراپووا په څېر 'درغل ' لوبغاړې ته باید بیا لوبو کې د ګډون اجازه نه وای ورکړل شوې.

پر شراپووا د ممنوع درملو کارولو له کبله ۱۵ میاشتنی بندیز لګېدلی و. د لوبې ډګر ته له بیا ستنېدو وروسته ستتګارت اوپن سیالیو کې شراپووا روبیترا ونچي او ایکترینا میکروا په څېر وتلیو لوبغاړو ته ماتې ورکړې.

ماريه شراپووا به اولمپیک لوبو کې ګډون و نه کړي

ماریا شراپووا یوه بله بریا تر لاسه کړه

اکتوبر کې د نړیوالو سیالیو منځګړې محکمې ویلي و، چې شراپووا په نړیواله کچه 'د ممنوع درملو کارونکې ' نه ده، یانې نوموړې نړیوالو لوبو کې ممنوع درمل نه دي کارولي.

خو یو جینې بوشارډ وايي:

د انځور حقوق Getty Images

'هغې ټګي برګي کړي او فکر نه کوم داسې درغل انسان ته باید لوبو کې د بیا ګډون اجازه ورکړل شي. '

۲۳ کلنه بوشارډ چې دا مهال د ټینیس لوبغاړو درجه بندۍ کې ۵۹ ځای لري، ټي ار ټي ورلډ سره خبرو کې ویلي:

''زه ګومان کوم د ټینیس نړیوال ایسوسي ایشن له لوري ځوانانو ته یو ناسم پیغام لېږل کېږي، چې تاسې درغلۍ وکړئ او موږ به مو بېرته هرکلی وکړو. ''

نوموړې زیاته کړې:

''زه فکر کوم دا سمه چاره نه ده، هغه اوس داسې شخصیت نه دی پاتې، چې زه ترې الهام واخلم، دا له هغو ډېرو لوبغاړو سره ظلم دی، چې پر سمه لاره درومي او رښتیا وايي ''

خو کله چې د میکروا خلاف د بریا په تړاو له شراپووا نه وپوښتل شول، هغې وویل:

د انځور حقوق .
Image caption یوګینې بوشارډ په دې اند ده، چې شراپووا ته باید بیا لوبو کې د ګډون اجازه نه وای ورکړل شوې

''زه هېڅ هم نه وایم، زه له دې هر څه ډېره پورته یم. ''

شراپووا چې پنځه ځلې یې ګرانډسلم بریاوې په برخه شوې، د ۲۰۱۶ کال مارچ کې د ممنوع درملو کاروولو له کبله له لوبو منع شوه او د هغو سیالیو لپاره وایډ کارډ ورکړل شوی و.

ماریه وايي، د سږ کال ومبلډن او فرنچ اوپن سیالیو لپاره باید له نویو لوبغاړو سره لوبه وکړي. شراپووا ۲۰۰۴ کال کې لومړی ګرانډسلم وګاټه، چې ۱۷ کلنه وه او وروستی فرنچ اوپن یې ۲۰۱۴ کال کې وګاټه.

اړونده مطالب