کابل کې د بایسکل ځغلونې سیالي

Image caption د افغانستان د اولمپيک کميټې د بایسکل ځغلونې فدراسیون لخوا د ارغوان جام په نوم سیالي ترسره شوه.

د 'سولې' په موخه کابل کې د بایسکل ځغلونې سیالي (انځورونه)

د شپږو ولایتونو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالي نن د کابل- پروان ترمنځ ترسره شوه. د افغانستان د اولمپيک کميټې د بایسکل ځغلونې فدراسیون د مسؤولانو په وینا، دغه سیالي د ۷۰ کیلومترو په اوږدوالي په دوو برخو، پر سړک او غرنيو لارو وه.

په کابل کې زموږ همکار نورګل شفق له بایسکل ځغلونکو سره څو کيلومټره مزل کړی او دغه رپوټ يې پرې جوړ کړی دی.

د افغانستان د اولمپيک کميټې د بایسکل ځغلونې فدراسیون لخوا د ارغوان جام په نوم سیالي ترسره شوه.

بایسکل ځغلول سرطان او د زړه ناروغۍ خطر کموي

ایټالوی بایسکل ځغلوونکی د تمرین مهال ټکر کې مړ شو

د بایسکل ځغلونې په دې سیالیو کې له شپږو ولایتونو کابل، بلخ، بامیان، سمنګان، خوست او ميدان وردګ ولایتونو ۷۰ بایسکل ځغلوونکو برخه اخيستې.

د مسيرخوا يې په کابل کې د اولمپيک ملي کميټې له ودانۍ د ګاونډي ولایت پروان تر ګلغونډۍ تپې وې چې د سیالۍ د تنظيموونکو په وینا ۷۰ کېلومټره ښودل شوی.

له میدان وردګو ولایته په دې سیالۍ کې یو ګډونکوونکی ځوان حسيب الله وايي، خوشاله دی چې داسې سیالۍ ترسره کیږي او دی ګډون پکې کوي. د ده په وینا له دې سره ځوانان هڅول کیږي.

Image caption د بایسکل ځغلونې په دې سیالیو کې له شپږو ولایتونو کابل، بلخ، بامیان، سمنګان، خوست او ميدان وردګ ولایتونو ۷۰ بایسکل ځغلوونکو برخه اخيستې.
Image caption د مسيرخوا يې په کابل کې د اولمپيک ملي کميټې له ودانۍ د ګاونډي ولایت پروان تر ګلغونډۍ تپې وې

یو بل ګډونوال مسعود اميري وايي، افغان ځوانان یا له هېواده په تېښته دي او یا پر نشه يي توکو روږدي دي نو د دې سیالۍ له لارې غواړو دوی ته وښييو چې یوه سالمه ټولنه رامنځته کولای شو.

د افغانستان د ملي اولمپيک کميټې د بایسکل ځغلونې فدراسیون مشر محمد حسين حميدي وايي، له دې سیالۍ يې موخه په دې برخه کې د غوره لوبغاړو پېژندل او د ارغوان دوديزې ميلې نمانځل دي. د ښاغلي حمدي په وینا په نږدې راتلوونکي کې غواړي د ټول هېواد په کچه د بایسکل ځغلونې ملي سیالۍ ترسره کړي.

دغو بایسکل ځغلوونکو چې د دې لوبې ځانګړي رنګارنګ کالي يې اغوستي وو، یو بل پېغام هم له ځانه سره درلود 'سوله او ارامي'

یوې ښځې څنګه له لندنه تر ایرانه پر بایسکل سفر وکړ

مالیزیایۍ جوړه له افغانستان تر ایرانه پر بایسکل سفر کوي

عبدالصبور وايي، په دې سیالۍ کې چې له بیلا بېلو ولایتونو لوبغاړو برخه پکې اخیسته، یوازينۍ هيله يې سوله ده، ځکه چې که سوله نه وي نو هيڅ پرمختګ شونی نه دی.

د ارغوان جام په نوم د بای سیکل ځغلونې دغه سیالي په دوو برخو پر سړک او غرنيو لارو وه.

اوس چې له لوبې شاوخوا درې ساعته تېريږي د دغه فدراسیون چارواکي وايي، چې پایلې يې په ډاګه شوې دي. د دوی په وینا، پر سړک هغې کې له کابله روح الله نظري لومړی، علي اصغر جعفري دویم او علي اکبر دريم مقام وګاټه او پر غرنيو لارو د بایسکل ځغلونې په برخه کې له بامیانه مرتضی محمدي لومړی، صادق حجتي دویم او رضا حيدري دريم مقامونه خپل کړل.

Image caption دغو بایسکل ځغلوونکو چې د دې لوبې ځانګړي رنګارنګ کالي يې اغوستي وو، یو بل پېغام هم له ځانه سره درلود 'سوله او ارامي'

په ورته وخت کې، د هرات د بایسکل ځغلولو کوهستان لوبډلې څلورو غړیو پرېکړه کړې چې د هرات له مرکزه به د ایران د مشهد تر ښاره پر بایسکل سفر کوي.

دوی نن د هرات د سپورتي چارو امریت د ودانۍ له مخې نه خپل سفر پیل کړ.

دغه ډله وایي د دې سفر موخه د افغانستان او ایران د ولسونو ترمنځ د دوستۍ او سولی پیغام لیږدول دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب