د نبي او راشد په اړه فلم جوړیږي

. د انځور حقوق .
Image caption فبرورۍ کې د ای پي ایل حیدراباد سن رایزرز لوبډلې راشدارمان د ۴۰ میلیونو هندي روپیو او محمد نبي د ۳ میلیونو هندي روپیو بدل کې خپله لوبډل

هند حکومت غواړي د دوو افغان کرېکټ لوبغاړو پر ژوند او فعالیت یو مستند فلم جوړ کړي. هندي چارواکي وايي، دې لړ کې به له فلم جوړونکو وړاندیزونه 'پروپوزلونه ' وغواړي.

انډین ایکسپریس نومې ورځپاڼې د هندي چارواکو له قوله ویلي، چې د ۱۰ دقیقو بشپړ، پنځو دقیقو کوچنی او ۲ دقیقو پرومو لرونکی فلم به په انګلیسي ژبه جوړ شي او په کې کیسه به د لیګ سپینر راشد ارمان او الروانډر محمد نبي د لوبې پر فعالیتونو راڅرخي.

فلم کې به د فعالیت له پیله بیا تر نړیوالو لوبو او هند پریمیر لیګ یا ای پي ایل پورې د دواړو لوبغاړو رسېدو کیسه د تصویر، مرکو او لنډو کلیپونو په بڼه وړاندې شي.

راشد او نبي د کېنګز اېلېون پنجاب درې لوبغاړي وسوځول

سنرایز نبي ولې نه لوبوي؟

د سنرایزرز نننۍ لوبه کې نبي او راشد دواړه لوبېږي

فبرورۍ کې د ای پي ایل حیدراباد سن رایزرز لوبډلې راشدارمان د ۴۰ میلیونو هندي روپیو او محمد نبي د ۳ میلیونو هندي روپیو بدل کې خپله لوبډله کې شامل کړل.

د سرچینې په وینا دغه طرح د هند لپاره د افغانستان سفیر شیدا ابدالي، د افغانستان لپاره د هند پخواني سفیر امر سینګ او د افغانستان لپاره د هند اوسني سفیر منپریت وهورا او یو شمېر نورو مهمو چارواکو له لوري وړاندې شوې ده.

د انځور حقوق Getty Images

هند کې د افغانستان سفیر شیدا ابدالي وايي دې سره به د افغانستان په تړاو تصور بدل شي:

''دوی د افغانستان د نوي کول استازیتوب کوي، کله چې خلک د افغانستان په اړه خبرې کوي، دوی به یوازې د طالبانو او ترهګرۍ فکر نه کوي، دوی باید د راشد او نبي په څېر وتلیو کرېکټ لوبغاړو په اړه فکر وکړي او هند له موږ سره د دغه نوي تصور وړاندې کولو کې مرسته کوي ''

له دې مخکې هم ځوانو افغان کرېکټ لوبغاړو د فلم او هنر نړۍ اړوند کسانو پام ځانته اړولی. په انګلستان کې له دې مخکې د 'اوټ اف اشز ' په نامه د افغانستان کریکټ لوبغاړو د ژوند او فعالیتونو په اړه یو ساعته فلم جوړ شوی و.

د انځور حقوق Getty Images

د هند د مخکښ لیګ په لوبو کې قوانین دا وايي چې هره لوبډله ګڼ بهرني لوبغاړي پېرلی شي خو په یوه لوبه کې یوازې څلورو بهرنيو لوبغاړو ته ځای شته.

ورځپاڼې د هندي چارواکي له قوله ویلي، هدف دا دی، چې د افغانستان لخوا 'د ښه ګاونډیتوب ' پیغام خپور شي.

اړونده مطالب