د افغانستان اولمپيک ملي کمېټې د مشر لپاره ټاکنې کېږي

Image caption وړاندې تر دې هم د کب یا حوت په میاشت کې د ټاکنو د ترسره کېدو هڅې شوې وې، خو د ځینو اړخونو د مخالفتونو له کبله وځنډېدې.

د افغانستان د اولمپیک ملي کمیټه وايي د اولمپیک نړیوالې کمیټي (IOC) د یوې رسمي غوښتنې پربنسټ به د روان کال د غبرګولي یا جوزا په ۲۵مه د دې کمیټې د مشرتابه لپاره ټاکنې وکړي.

کابل کې د بایسکل ځغلونې سیالي

افغان ملي فوټبال: د ایران پرځای تاجکستان کې سیالۍ کوو

وړاندې تر دې هم د کب یا حوت په میاشت کې د ټاکنو د ترسره کېدو هڅې شوې وې، خو د ځینو اړخونو د مخالفتونو له کبله وځنډېدې.

نژدې دوه کاله کېږي چې د افغانستان د المپیک ملي کمیټه په خپلو کورنیو لانجو کې راګیر ده.

د افغانستان د اولمپيک ملي کمیټې ویاند احسان نیرو وايي، د نړیوالې کمیټې دا کار ستايي خو وايې لا هم د حکومت له همکارۍ "ډاډمن نه" دي نو ځکه لا هم د ټاکڼو ترسره کېدو لپاره چمتووالی نه دی نیول شوی.

تر ډې وړاندې د افغانستان د اولمپيک ملي کمیټې د مشرتابه ټاکنو لپاره د تېر کال کب یا حوت میاشتې دویمه نیټه اعلان شوې وه خو ښاغلی نیرو وايي چې یادې ټاکنې د ځینو حکومتي کړیو د لاس وهنو له امله ترسره نه شوې.

د افغانستان ورزشي خبریالانو فدراسیون د نړیوال اولمپيک له دې کاره خوښي ښوولې او د ستونزو لپاره یې د حل یوه لار ګڼي.

دغه فدراسیون د یوې اعلاميې په خپرولو سره له ټولو ورزشي فدراسیونونو، د بدنې روزنې او ورزش عمومي ریاست، ولسمشر او اجراییه رییس غوښتي چې د افغانستان اولمپيک ملي کمیټې لپاره له رڼو ټاکنو ملاتړ وکړي.

د افغانستان اولمپیک ملي اداره له نژدې دوه کلونو راهیسې په خپل منځي ستونزو کې راګیره ده او لا هم د دوه مشرانو له خوا اداره کېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب