د باسکټبال نړیوال فدراسیون پړوني پرسرولو ته اجازه ورکړه

د قطر ښځینه لوبغاړې د انځور حقوق Getty Images
Image caption د قطر ښځینه لوبغاړو د ۲۰خ۱۴ کال اسیایي سیالیو کې له ګډونه ډډه وکړه.

د باسکټبال نړیوال فدراسیون د ښځینه لوبغاړو د پړوني پرسرولو تګلاره بدله کړې او اوس ښځینه لوبغاړې د سیالۍ پرمهال پړونی پرسرولی شي.

وړاندې په سیالیو کې پر حجاب بندیز لګول شوی ځکه چې حجاب د مصؤونیت او سلامتۍ اړوندو مقرراتو پروړاندې خنډ ګڼل کېده.

وروسته تر هغه چې د قطر لوبډلې ښځینه لوبغاړو ته د حجاب اغوستلو اجازه ورنه کړل شوه، د ۲۰۱۴ کال له اسیايي سیالیولاس په سر شوې.

د دغه فدراسیون نوې مصوبه مسلمانو ښځینه لوبغاړو ته د حجاب او پړوني مراعاتولو اجازه ورکړې چې د راتلونکې اکتوبر میاشتې له پیله به عملي کېږي.

د باسکټبال نړیوال فدراسیون په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي: "نوي مقررات له دې کبله تصویب شول چې په ډېری هېوادونو کې په دودیز ډول د ټول بدن او وېښتانو پټول له مخکېنیو مقررو سره د تطبیق وړ نه وو".

د والیبال نړیوال فدراسیون د ۲۰۱۴ کال سپټمبر میاشت کې د پړوني پرسرولو په اړه پخپلو مقرراتو د غور کول پیل کړل او په دوه کلن ازمیښتي پړاو کې یې د هېوادونو د کورنیو سیالیو لپاره د پړوني پرسرولو ته اجازه ورکړه.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د دغه فدراسیون نوې مصوبه مسلمانو ښځینه لوبغاړو ته د حجاب او پړوني مراعاتولو اجازه ورکړې
د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption دا مصوبه د راتلونکې اکتوبر میاشتې له پیله عملي کېږي

اړونده مطالب