کرېکټ: ای پي ایل سیالیو کې د قمار په تور درې کسان نیول شوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ای پي ایل هند کې خورا ډېر مینه وال لري

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو بهیر کې پولیسو درې مشکوک کسان د قمار ' جواري ' په تور نیولي دي. دغه کسان شمالي کانپور ښار کې له هغه هوټله نیول شوي، چې د دوو لوبډلو لوبغاړي په کې له یوې سیالۍ وروسته دېره وو.

پولیسو بي بي سي ته ویلي دغو کسانو د لوبغالي د پیچ حالت په اړه د معلوماتو تر لاسه کولو لپاره د ګرین پارک نومي لوبغالي له عامو کارکونکو سره لیدلي.

پر پاکستاني لوبغاړي محمد عرفان یو کلن بندیز او یو میلیون جریمه

د پاکستان تېز توپ اچوونکی محمد عرفان د درغليو په تور له لوبو ځنډول شوی

پاکستاني کرېکټ لوبغاړي بالاخر درغلي ومنله

د پولیسو ویاند راهول سریواستو په وینا دغو کسانو د لوبغالي حالت په واټس اپ کې خوندي کړی و، چې د قمار پر مهال معلومات ولري.

نوموړی وايي:

''موږ له دوی پوښتنې ګروېږنې کوو، چې معلومه کړو، دغه قضیه کې نور کسان هم ښکېل دي که نه ''

نوموړی وايي دوی ته په دې اړه د فساد مخنیوي لپاره د کرېکټ بورډ ادارې اړوند څانګې معلومات ورکړي وو.

۲۰۱۳ کال کې د ای پي ایل پر دوو لوبډلو او درېیو لوبغاړو د ټګیو برګیو په تور بندیزونه لګېدلي وو. ای پي ایل د ۲۰ اوریزو کرېکټ لوبو لپاره په نړۍ کې مشهورې سیالۍ بلل کېږي، چې خورا ډېر کتونکي لري.

خو دغو سیالیو کې د ټګي برګي، قیمار او لوبو د پایلو ټاکلو توورنه هم پورې شوي دي.

داسې تورونه هم وو، چې ګواکې ځینې لوبغاړي د لوبو ټاکلو پایلو لپاره پر ټاکلي مهال نو یا وایډ توپونه غورځوي.

هند کې له اس ځغلونې پرته نورو ټولو لوبو کې د قمار وهل غیر قانوني چاره ده. خو دې سره هم ویل کېږي، چې دغه هېواد کې د لوبو پر مهال د قمار وهلو او یا پایلو ټاکلو شبکې فعالې دي.

اړونده مطالب