۴۴ کلنې نیپالۍ اتم ځل ایورسټ غره څوکې ته د ختلو ریکارډ مات کړ

لاکپا شېرپا د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption لاکپا شېرپا اوس ۴۴ کلنه ده، چې درې ماشومان لري.

یوې څلورڅلوېښت کلنې نیپالۍ ښځې لاکپا شېرپا د اتم ځل لپاره د نړۍ تر ټولو لوړ غره اېورسټ ته په ختلو سره نوی نړيوال ریکارډ جوړ کړ.

غر ختونکې لاکپا شېرپا له خټې نيپالۍ ده، خو اوس په امريکا کې اوسيږي.

ورور يې چې له دې سره يې خبرې کړي وايي، اوس دا او ډله يې بېرته د راکوزېدو په حال کې دي.

دې ویلي لس ځلې به دغه غره ته خېژي.

نوموړې د ۲۰۱۶ کال جون میاشت کې ویلي وو ''غواړم لس ځلې ایورسټ غره سر ته وخېژم.''

اېورسټ څوکه بیا کچل کېږي

۱۵ کلن امریکایی د ۷ قارو لوړو څوکو ته وخوت

هغه مهال، چې کتماندو کې د خپل ورور کور کې پر صوفې لمر سوځولې غوندې ښکارېده، وویل، د ۲۰۱۶ کال د مې پر ۲۰مه د اېورسټ غره سر ته په ختلو وتوانېده.

دې ویلي وو ''کله چې د غره سر ته وختم، خپل اولاد ته مې دعا وکړه چې تر ما هم پیاوړي شي''.

لاکپا شېرپا اوس ۴۴ کلنه ده، چې درې ماشومان لري.

په اصل کې نیپال کې زیږېدلې خو هیمالیا ته کوچېدلې او له هغه ځایه امریکا ته تللې او هلته دوکانداري کوي.

دا وايي، په امریکا کې یې ډېر ګران ګران کارونه کړي. خو وايي ''غواړم خپل اولاد ورزوم او لوستي شي. زه دا ټول سخت کارونه ددوی لپاره کوم.''

په ۲۰۰۲ کال هغه د لومړي ځل لپاره د اېورسټ غره سر ته وختله، چې په دې سره د اېورسټ غره سر ته لومړنۍ ختلې نیپالۍ ښځه ګڼل کېږي.

دا وايي، د سفر توښه یې زاړه څیزونه او درانه وو.

د انځور حقوق AFP
Image caption په ۲۰۰۳ کال، هغه له خپل وروراو یوې خور سره ۸۰۰۰ متره لوړ غره ته وختل، چې نوم یې د نړیوالو ریکارډونو ګینیس کتاب کې هم ولیکل شو.

لاکپا شېرپا د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۶ کلونومنځ کې پنځه ځلې اېروسټ غره سر ته ختلې ده.

په ۲۰۰۳ کال، هغه له خپل وروراو یوې خور سره ۸۰۰۰ متره لوړ غره ته وختل، چې نوم یې د نړیوالو ریکارډونو ګینیس کتاب کې هم ولیکل شو.

هغه په ۲۰۱۵ کال محکمه کې له ډېرې اوږدې مبارزې وروسته له خپل مېړه جلا او طلاقه شوه.

د انځور حقوق .
Image caption لاکپا هیله لري چې څو نور ځلې د اېورسټ غره څوکې ته وخېژي

ورته مطالب