کریکټ: د چمپینز ټرافي اتلې لوبډلې ته دوه ملیون ډالره انعام

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ټورنمنټ وروستۍ نمبر لوبډلې ته به ۷۰ زره ډالر ور کړل شي

د ای‌سي‌سي له خوا د تر سره کېدونکې چمپینز ټراپي پایلوبې ګټونکې لوبډلې ته به دوه میلیونه او ۲۰۰ زره ډالر انعام ور کړل شي.

د چمپینز ټرافي (اتلانو جام) سیالۍ د راتلونکې جون پر لومړۍ نېته په انګلینډ او ویلز کې پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۱۸‌مې به دوام وکړي.

په دغو سیالیو کې به پر هندوستان سربېره د پاکستان، سریلنکا، بنګله دېش، استرالیا، انګلینډ، سویلي افریقا او د نیوزیلنډ لوبډلې برخه واخلي.

* د افغانستان او ایرلنډ سیالیو کې د نهو ریکارډونو جوړېدل

* (ای‌سي‌سي) د ښځو کریکټ بودیجه ډېروي

* د شاتو مچیو کریکټ سیالي ودروله

یوازې اتله لوبډله نه، بلکې نورو ته هم د نغدې جایزو د ور کولو خبره شوې ده.

هغه لوبډله چې په دغه ټورنمنټ دویم ځای خپل کړي، یو میلیون او ۱۰۰ زره ډالر به ور کړل شي.

په دغه ټورنمنټ کې ټولټال ۴،۵ میلیونه ډالر د انعام په توګه ټاکل شوي دي، چې د ۲۰۱۳ کال په پرتله نیم میلیون ډالر زیاتوالی پکې راغلی دی.

هغه لوبډلې چې په راتلونکي ټورنمنټ کې تر نیمې پایلوبې ورسې، ۴۵۰ زره ډالر انعام ور کول کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په دغو سیالیو کې به پر هندوستان سربېره د پاکستان، سریلنکا، بنګله دېش، استرالیا، انګلینډ، سویلي افریقا او د نیوزیلنډ لوبډلې برخه واخلي

د ای‌سي‌سي له خوا په جوړېدونکي دغه ټورنمنټ کې پخپل ګروپ کې درېیم نمبر لوبډلې ته هم ۹۰ زره امریکايي ډالر انعام ټاکل شوی، خو د ټورنمنټ وروستۍ نمبر لوبډلې ته به ۷۰ زره ډالر ور کړل شي.

د ټورمنټ لومړۍ لوبه د جون پر لومړۍ د انګلینډ او بنګله دېش لوبډلو ترمنځ په (اوول) کې تر سره شي. د پاکستان او هندوستان لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه د جون په ۴مه د برمینګم په ایجبیسټن لوبغالي کې او پایلوبه به یې بېرته په (اوول) کې تر سره شي.

د چمپینز ټراپي د ۲۰۱۳ کال اتلولي د هندوستان لوبډلې ګټلې وه.

اړونده مطالب