کرېکټ: د افغانستان او ویسټ انډیز سیالۍ

ویسټ ایڼډیز او افغانستان تر منځ لوبه د انځور حقوق Getty Images
Image caption شهزاد په دې لوبه کې نه شته ځکه د کرېکټ نړیوالې شورا ویلي منع شوي درمل یې کارولي.

افغان کرېکټ لوبغاړي چې تر اوسه په هند کې په تمرین بوخت وو، پرون د ویسټ انډیز پر لور وخوځېدل. راتلونکې میاشت به افغانستان له ویسټ انډیز سره درې ۲۰ اووریزې او درې یوه ورځنۍ نړیوالې سیالۍ وکړي.

دا به د کرېکټ د نړیوالې شورا دریمه بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډله وي چې افغانستان ورسره لوبلړ 'سیریز ' کوي.

له دې مخکې افغان لوبډلې له دوو نورو بشپړ غړي هېوادونو 'زمبابوې او بنګله دېش ' سره هم ۲۰ اووریزې او یوه ورځنیزې سیالۍ کړې، چې ښې لاسته راوړنې یې درلودلې.

د افغانستان یو مهم لوبغاړي محمد شهزاد چې په نړیوال ۲۰ اووریز جام کې یې خورا په زړه پورې لوبه وکړه او د کرېکټ ماهرینو پام یې ځانته واړاوه، دغو سیالیو کې نه شته.

خو په اپریل کې د کرېکټ نړیوالې شورا وویل شهزاد منع شوي درمل کارولي او نو ځکه له لوبو منع شوی دی.

دې سره نجیب تره کی هم دغو سیالیو کې برخه نه لري، چې ډېری مهال له شهزاد سره په شریکه لوبه پیلوي.

داسې وېره محسوسېږي، چې د شهزاد او تره کي نشتوالی به پر افغان لوبغاړو اغېز ولري.

الروانډر لوبغاړی میرویس اشرف له روغتیايي پلوه چمتو نه دی بلل شوی او له همدې کبله د لوبډ‌لې ملګری نه دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ۲۰۱۶م کال نړیوالو شل اوریزو اتلولیو کې افغانستان ویسټ انډیز ته ماتې ورکړې وه

ښايي د درېیو وتلو لوبغاړو نه شتوالي به په ټوله کې د ټيم پر مجموعي فعالیت او هدفونو ته د رسېدو په لړ کې بې اغېزه نه وي.

بل لور ته د شهزاد محمدي اونجیب تره کي پر ځای جاوید احمدي او عثمان غني ته لوبډله کې ځای ورکړل شوی. د دې تر څنګ نورعلي ځدراڼ هم په لوبډله کې شته.

نورعلي ځدراڼ او جاوید احمدي د ملي لوبډلې پیاوړي، مسلکي او تجربه لرونکي لوبغاړي دي، چې معمولاً په سړه سینه لوبه کوي.

که څه هم جاوید احمدي یو څه موده په پام کې نه و (اوټ اف فورم یا غیر فعال) و او له دې کبله یو څه موده له لوبډلې بهر و، خو په وروستۍ تمریناتي لوبه کې یې چې د هند په ګریټر نو‌اډا کې تر سره شوه، ۵۵ نا سوځیدلې منډې وکړې، چې د راتلونکو سیالیو لپاره یو ښه زیری دی.

د ای پي ایل تجربه: نبي او راشد

د هند په ۲۰ اووریزه سیالیو (ای پي ایل) کې د دوو افغان ستورو ښه ځلېدل د ویسټ انډیز لوبډلې ته د خطر زنګ کېدای شي.

راشد ارمان او محمد نبي چې د لومړي ځل لپاره یې په هغو سیالیو کې د افغانستان استازیتوب کاوه، ښې لاسته راوړنې لرلې.

په هغو سیالیو کې د ویسټ انډیز لوبغاړي هم لوبېدل او دا د افغان لوبغاړو لپاره یوه ښه فرصت و، چې د هغوي خلاف ولوبیږي او د دوی پر نیمګړتیاوو او تېروتنو وپوهېږي.

د لوبو کچه

افغانستان په تېرو اوو کلونو کې ۵۸ شل اووریزه نړیوالې سیالۍ کړې، چې ۳۹ یې ګټلي او ۱۹ یې بایللي. دې سره افغانستان ۶۲۰۲۴ سلنه د ګټلو فیصدي لري چې د کرېکټ په تاریخ کې تر بل هر هېواد زیاته ده.

اسټرالیا په ۵۲۰۱۷ سلنه فیصدۍ سره دویم ځای لري، خو ویسټ انډیز په تېرو ۱۲ کلنو کې ۸۶ شل اووریزه نړیوالې لوبې کړې، چې نیمې یې کټلې او نیمې یې بایللې دي او د ۲۲ هېوادونو په نوملړ کې د پای له لوري دویم ځای لري.

افغانستان په تېرو اوو کلونو موده کې (۲۰۱۰ - ۲۰۱۷) کې ۸۰ یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې کړې، چې له دې جملې یې ۴۳ ګټلې او ۳۷ یې بایللې دي.

افغانستان او ویسټ انډیز په یوه ورځنیو سیالیو کې تر اوسه نه دي مخامخ شوي او په راتونکې میاشت 'جون ' کې به د لومړي ځل لپاره دې نړیوالې یوه ورځنۍ سیالۍ وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ویسټ انډیز پیاوړې لوبډله ده او تېره شل اوریزه اتلولي یې هم ګټلې خو له افغانستانه یې ماتې خوړلې چې ښايي فشار پرې زیات وي

د تجربه لرونکو او نویو تکړه لوبغاړو له شتوالي سره افغان ملي لوبډله اوس د بل هر مهال پرتله ډېره وړتیا لرونکې لوبډله ده او د دې وړتیا لري چې هرې لو‌ډلې ته ګواښ اوسې.

ویسټ انډیز لوبډله بې شکه تر فشار لاندې ده، ځکه چې په تېر ۲۰ اووریز نړیوال جام کې یې یوازې له افغان لوبډلې څخه تاریخي ماتې خوړلې وه.

تمه دا ده، چې دې سره د افغان لو‌ډلې مورال لوړ دی او ښه لوبه به نندارې ته وړاندې کړي، چې د بریاوو لړۍ روانه وساتي.

اړونده مطالب

ورته مطالب