کریکټ: په لومړي ځل شپږېزه سیالیو کې ۶۸ بهرني لوبغاړي لیلامېږي

د انځور حقوق ACB
Image caption هره لوبډله یوازې درې بهرني او ۱۲ کورني لوبغاړي پر خپل کپتان ورزیاتولی شي

د پنجشنبې په ورځ (مۍ ۲۵ مه) به په افغانستان کې په لومړي ځل د کورني کریکټ د شل اوریزو سیالیو، شپږیزه جام شپږ لوبډلې ۹۰ کورني او بهرني لوبغاړي وپېري.

دغه سیالي دا ځل د ۶۸ بهرنیو او ۹۷ کورنیو لوبغاړو له ډلې د شاوخوا ۹۶ لوبغاړو د رانیولو بهیر پیلوي.

شپږ لوبډلې واردمخه لوبډلمشران یا کپتانان لري خو نن به هره لوبډله ۱۵ نور لوبغاړي ورخپلوي.

* د افغانستان په شپږیزه سیالیو کې خصوصي شرکتونو پانګونه وکړه

* ویسټ انډيز لوبډلې له افغانستان سره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

* کرېکټ: د افغانستان او ویسټ انډیز سیالۍ

هره لوبډله یوازې درې بهرني او ۱۲ کورني لوبغاړي پر خپل کپتان ورزیاتولی شي.

د لوبغاړو لپاره په ټاکل شوې حق الزحمه کې تر ټولو ټیټه ۵۰ زره افغانۍ ( څه کم زر امریکايي ډالره ) او تر ټولو لوړه ۷۰۰ زره افغانۍ ( څه باندې لس زره امریکايي ډالره ) ټاکل شوې ده خو د لوبډلې لیلام ته په پام سره دغه بیې ښايي په همدې ځای پاتې نه شي او په سیالۍ کې لا پورته شي.

د لوبغاړو په لیلام کې د نړۍ د نهو هېوادونو لوبغاړي شته. تر ټولو ډېر پکې افغان لوبغاړي دي چې ټول ټال پکې ۹۷ لوبغاړي بخت ازمويي.

په بهرنیو هېوادونو کې تر ټولو ډېر د پاکستان دي چې ټول ټال ۲۷ کسه پکې بخت ازمويي او ډېر یې هغه کسان دي چې د ملي لوبډلې فعال غړي دي.

د انځور حقوق ACB
Image caption هره لوبډله یوازې درې بهرني او ۱۲ کورني لوبغاړي پر خپل کپتان ورزیاتولی شي

د زمبابوې ۲۰، بنګله دېش ۱۰، هانګ کانګ څلور، د ویسټ انډیز، کانادا او متحد عرب امارات دوه دوه لوبغاړي او د عمان یو کس په دې لیلام کې بخت ازمويي.

د لوبډلو روزونکي ټول بهرنيان دي خو مرستیالان به ورسره افغانان وي.

په بهرنیو لوبغاړو کې ښايي ډېر پام د بنګله دېش تمیم اقبال، عمر قیس ته وي. د پاکستان له ډلې سعید اجمل ، بابر اعظم او ګڼ شمېر پښتانه لوبغاړي چې یاسر شاه، عمر ګل هم پکې دي ښايي د پام وړ واوسي.

د ویسټ انډیز الراونډر ریاد امریت او تیز بالر کیسریک ویلیمز ښايي د ځینو لوبډلو پام ځان ته واړوي.

خو په افغان لوبغاړو ښايي سیالي توده وي.

د افغانستان د ملي لوبډلې درې ستوري په دې سیالیو کې د کرېکټ د نړیوالې شورا او د افغانستان د کرېکټ بورډ د بندیزونو له امله نشته.

پر شهزاد محمدي د ناقانونه درملو د کارونې تور پورې شوی او د کرېکټ نړیوالې شورا پرې غور کوي چې څومره بندیز پرې ولګوي خو له تېرې یوې میاشتې له لوبو منع شوی دی.

نجیب ترکی او افتاب عالم په کورنیو لوبو کې د دیسپلین د خرابۍ له امله له لوبو منع شوي دي.

د انځور حقوق ACB
Image caption د لیلام دغه بهیر به د بي بي سي په پښتو فېسبوکپاڼه ژوندی خپور شي

خو په نورو لوبغاړو کې اصغر ستانکزی، راشد ارمان، میرویس اشرف، شاپور ځدراڼ، محمد نبي او شیفیق الله شفق واردمخه د کپتانانو په توګه ګمارل شوي دي.

تمه دا ده چې پر نوروز منګل، سمیع الله شینواري، نجیب ځدراڼ او دولت ځدراڼ به د لوبډلو له لورې سخته سیالي وشي او د حق الزحمې پیسې به یې تر هغه چې په پیل کې ورته ټاکل شوې دي، خورا ډېرې وي.

د لیلام دغه بهیر نن پنجشنبه د (مۍ ۲۵مه) د افغانستان پر مهال د ماښام شبږبجې او ۳۰ دقیقې پر بي بي سي پښتو فېسبوکپاڼه په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب