د شپږیزې کرېکټ سیالیو لپاره د لوبغاړو ټاکنه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د شپږیزې کرېکټ سیالیو لپاره د لوبغاړو ټاکنه

په کابل کې د شپږیزې سیالیو ته په لومړي ځل سوداګرو لوبډلې او لوبغاړي وپېرل یا واخیستل. په لوبغاړو کې افغان او بهرنيان دواړه وو.

تر ټول ډېرې پیسې پر افغان کرېکټ ستوري ګلبدین نایب ورکړل شوې.

دی د ۷،۴ میلیون افغانیو په ارزښت، پاکستانی لوبغاړی رومان رئیس د ۴،۲ میلیون افغانیو او نور له دې په ټیټو بیو واخیستل شول.

په دغو سیالیو کې به شپږ لوبډلې لوبیږي.

کابل کې زموږ همکار فرید الله نظري دې ناستې ته ورغلی و او پرې یې دغه رپوټ چمتو کړی دی.