"پاکستان سره کرېکټ نه کوو"

د افغانستان او پاکستان کرېکټ بورډ چارواکي د انځور حقوق ACB
Image caption د افغانستان د کرېکټ بورډ چارواکي پاکستان ته تللی وو

"له پاکستان سره کرېکټ نه کوو" دا پر خواله رسنیو هغه هشټګ دی، چې له پرونه راهیسې يې د افغانستان په لر او بر کې یې یو شمېر ځوانان پر مخ بیايي او پر افغان کرېکټ بورډ يې سختې نیوکې کړې دي.

یو شمېر ځوانانو "پاکستان" د طالبانو او هغو ورانکارو ډلو ملاتړی هېواد بللی چې په افغانستان کې بریدونه کوي. دغو کسانو لیکلي "له دوښمنانو سره لوبې په هېڅ صورت نه منو".

کرېکټ: پاکستان لوبډله کابل ته سفر کوي

د شپږیزې سیالیو لپاره لیلامۍ کې ګلبدین نایب تر ټولو مخکښ

په اسلام اباد کې افغان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال تېر ماښام پر خپله فېسبوک پاڼه د افغان کرېکټ بورډ له مشر عاطف مشعل سره ځينې عکسونه خپاره کړل او ورسره يې لیکلي، چې د عاطف مشعل د دغې پرېکړې کلک ملاتړ کوي چې له مخې به يې د افغانستان او پاکستان کرېکټ لوبډلې په کابل، لاهور او دوبۍ کې لوبې کوي.

د انځور حقوق Screenshot

تر توند غبرګون او سختو نیوکو وروسته اوس د ښاغلي زاخېلوال پر پاڼه دغه پوسټ او عکسونه نشته. هڅه مو وکړه، چې له ښاغلي زاخېلوال څخه د دې پوسټ د ړنګولو په تړاو نظر واخلو خو ټيليفون ته يې ځواب ونه وایه.

غبرګونونه او تورونه

په افغانستان کې ډېری خلک اوس په دې باور دی، چې هلته د هر ځانمرګي برید تر شا د پاکستان لاس دی او همدې ته په پام سره د عبدالحمید عثماني په نامه یوه کس لیکلي "موږ لا د خوست د ځانمرګي برید قربانیان خاورو ته سپارلي نه دي، چې له وژونکو سره يې د کرېکټ د لوبو او مېلو تړونونه وشول"

خو پاکستان تل ویلي چې په خپله د ترهګرۍ قرباني دی او د سولې لپاره یې تل ریښتنې هڅه کړې.

لیکوال او شاعر مجید قرار پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي"له زاخېلوال صاحب هیله ده چې د پوسټ په څېر تړون هم ‌‌‌‌‌‌ډيلیټ کړي. ځکه تړون چې پوسټ له لاسه ورکړ منطق یې هم ورکړ".

سرور خیري بیا پر خلکو سخته نیوکه کړې او د دوي منطق یې ننګولی. نوموړي لیکلي چې دومره له پاکستان سره يوه سپورټي لوبه ناروا او سياسي ده نو دا نن بايد له پاکستانه افغان سفير راوغوښتل شي د پاکستان سفير له افغانستانه وشړل شئ او ټولي ډيپلوماتيکي او تجارتي اړيکي له پاکستان سره بندى شي، دا بيا کوم منطق دى چې سفارت وى، سياست وى، تجارت وى او يوازې سپورټ نه وي.

د انځور حقوق FB

خوشال خليل بیا سیاست او ورزش سره تړلي بللی او وايي "زه په کرېکټ نه پوهیږم په اړه یې هم څه نه لیکم، خو د هرې لوبې له نتیجې یې ځان خبروم، د افغانستان کرېکټ بورډ پرېکړه کړې ده چې پاکستان سره به دوستانه لوبه کوي، زه نه پوهیږم چې په اوسنیو شرایطو کې چې موږ د پاکستان نیابتي جنګیالیو سره په جګړه کې د خپلو ځوانانو جنازې اوچتوو د دغه لوبې هدف، ګته او مقصد په کومو معیارونو او راتلونکو پایلو سنجول شوی دی؟"

دلته بده خبره دا ده چې یو شمېر استدلال کوي چې ورزش او سیاست باید سره بېل شي چې دا نظر کاملا غلط دی. همدا چې موږ وایو د فلاني هېواد ورزشي سیاست دغسې یا هغسې دی، دا موږ ته ښيي چې سیاست او ورزش خپلو کې قوي اړیکه لري.

له ډېرې مودې راهسې هند د ځینو مخالفتونو له کبله له پاکستان سره دوستانه او یا هم کومه لړۍ کې لوبه نه ده کړې. د دې ترڅنګ هند په خپل غوره لیګ کې پاکستاني لوبغاړي هم نه اخلي خو په نړیوالو سیالیو کې دغه دوه لوبډلې تل سیالي کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان او پاکستان کرېکټ بورډ چارواکو ويلي وو چې په راتلونکو څو مياشتو کې به دوې شل اوريزې لوبې کوي

د پاکستان سره اړیکې

ځینې سرچینې وايي افغان کرېکټ بورډ سبا سې شنبه په دې اړه یوه خبري غونډه لري او د دغو لوبو راتلونکی به روښانه کړي.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ ورځ تر بلې واټن زیاتېږي او د ډېرو په باور دواړو هېوادونو د کرېکټ لوبو له لارې د دې واټن د ختمولو هڅه کوله. خو د افغان ولس دومره ستوغ غبرګون دا څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه واټن داسې په اسانه کمېدلی نه شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب