کرېکټ: پاکستان سره لوبې "نه لغوه" کېږي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
مشعل: نه غواړو کرېکټ د نورو مسلو ښکار شي

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر کابل کې خبري غونډې ته وویل، د کریکټ نړیوالې شورا له پوره غړیتوب لرونکو هېوادونو سره د افغان لوبډلې لوبې د افغانستان په ګټه دي.

له تېرو څو ورځو راهیسې "له پاکستان سره کرېکټ نه کوو" په نوم پر خواله رسنیو هغه هشټګ لاس په لاس کېده، چې له پرونه (دوشنبې) راهیسې يې د افغانستان په لر او بر کې یو شمېر ځوانان پر مخ بیايي او پر افغان کرېکټ بورډ يې سختې نیوکې کړې دي.

یو شمېر ځوانانو "پاکستان" د طالبانو او هغو ورانکارو ډلو ملاتړی هېواد بللی چې په افغانستان کې بریدونه کوي. دغو کسانو لیکلي "له دوښمنانو سره لوبې په هېڅ صورت نه منو".

شکرالله عاطف مشعل، وویل، "له ټولو افغانانو غواړي، چې سپورت ته د لوبو په سترګه وګوري، نن د دنیا پوره غړیتوب هېواد په لېوالتیا غواړي له افغانستان سره لوبه وکړي. موږ خپلې دروازې په لوبو کې د چا پرمخ نه تړو."

دی وايي، دا لوبې د افغانستان د کرېکټ بورډ په خیر دي.

ده وویل، د پاکستان لوبغاړي به کابل ته راځي او افغان لوبغالي کې به لوبې کوي.

"پاکستان سره کرېکټ نه کوو"

کرېکټ: پاکستان لوبډله کابل ته سفر کوي

د شپږیزې سیالیو لپاره لیلامۍ کې ګلبدین نایب تر ټولو مخکښ

ښاغلي مشعل وویل: "بیا هم وایم موږ باید سپورت داسې وسیله وساتو چې تل مو دروازې خلاصې وي او موږ وکړای شو چې ولسونه پکې راټول کړو."

افغان کرېکټ لوبډلې څو ځلې پاکستان کې دوستانه لوبې کړې، خو دا لومړی ځل دی چې پاکستاني لوبغاړي افغانستان کې لوبېږي.

هغه له افغان حکومت نه د لوبو لپاره امنیتي تدابیرو نیولو غوښتنه وکړه، چې په وینا یې د لوبغاړو باید ښه کوربه توب وشي.

شپږیزه لیګ سیالۍ

ښاغلي مشعل وویل، کرېکټ بورډ په وروستیو کې د شپږیزه لیګ لپاره سوداګر وهڅوي او د پانګونې لپاره یو چوکاټ جوړ کړي. دی وايي، د لومړي ځل لپاره وتوانېد چې د سوداګرو په مټ په دې کورني لیګ کې د ۱۱۵ میلیون افغانیو پانګونې ته سوداګر وهڅوي.

ښاغلي مشعل تېرو دوو ورځو کې پر خواله رسنیو افغانستان ته د پاکستاني لوبغاړو د راتګ پرخلاف تبصرو ته په اشارې سره وویل: "ښايي ځینو دوستانو ته به ناسم معلومات رسېدلي وي او یا هم د موضوع په تفصیل خبر نه وي، خو ځینې نور بیا قصداً غواړي سپورت او کرېکټ له نورو مسلو سره ګډ کړي."

د کرېکټ بورډ مشر وویل، له پاکستان سره د لوبېدو موضوع پر اجندا هوکړې ته رسېدلي، خو تفاهمنامه تر اوسه نه ده لاسلیک شوې او کرېکټ بورډ دا موضوع څېړي او وروسته به پرېکړه کوي.

څو ورځې وړاندې د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل پاکستان ته د سفر پرمهال د دغه هېواد د کرېکټ بورډ له مشر شهريار خان سره په دې هوکړه کړې چې لومړی لوبه په کابل او دویمه په لاهور کې ترسره کېږي.

د افغانستان او پاکستان کرېکټ بورډ مشرانو پرېکړه کړې وه چې روانو څو مياشتو کې به دوه شل اوريزې سيالۍ ترسره کړي.

تراوسه د دغو سياليو تاريخ نه دی ټاکل شوی خو داسې اټکل کېږي چې په جولای يا اګست میاشت کې به ترسره شي.

د دواړو هېوادونو د کرېکټ بورډ مسوولين وايي دغه ډول سيالۍ به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو په لاپراختيا کې ښه اغېز ولري.

د انځور حقوق ACB
Image caption د افغانستان او پاکستان کرېکټ بورډ مشرانو پرېکړه کړې وه چې روانو څو مياشتو کې به دوه شل اوريزې سيالۍ ترسره کړي.

په اسلام اباد کې افغان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال تېر ماښام پر خپله فېسبوک پاڼه د افغان کرېکټ بورډ له مشر عاطف مشعل سره ځينې عکسونه خپاره کړل او ورسره يې لیکلي، چې د عاطف مشعل د دغې پرېکړې کلک ملاتړ کوي چې له مخې به يې د افغانستان او پاکستان کرېکټ لوبډلې په کابل، لاهور او دوبۍ کې لوبې کوي.

تر دې وړاندې د اسيا کپ سياليو کې دواړه هېوادونه له يو بل سره لوبېدلي وو، دغه لوبه پاکستان ګټلې وه.

ورته مطالب