پاکستان کرېکټ بورډ: د افغان کرېکټ بورډ څرګندونې د خواشینۍ وړ دي

کرېکټ د انځور حقوق AFP
Image caption پاکستان کرېکټ بورډ چارواکي وايي له افغانستان سره یې د شل اوریزو سیالیو پر کولو غیر رسمي هوکړه کړې وه، چې په وینا یې افغانستان کې له امنیت سره مشروطه وه

د افغان کرېکټ بورډ له لوري پاکستان سره د کرېکټ لوبو له لغوه کولو وروسته اوس پاکستاني کرېکټ بورډ هم د دغو لوبو لغوه کولو اعلان کړی دی.

په هغه اعلامیه کې، چې رسنیو ته استول شوې، پاکستاني کرېکټ چارواکو د افغان کرېکټ بورډ څرګندونې د خواشینۍ وړ بللې دي.

کابل کې له چاودنې وروسته د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې له پاکستان کرېکټ لوبډلې سره د شل اوریزو لوبو هغه لړۍ لغو کوي، چې په پام کې وه راتلونکو میاشتو کې به کېږي.

د افغان کرېکټ بورډ اعلامیه کې ویل شوي و:

''له داسې هېواد سره، چې ترور پالنه په کې کېږي او د ترهګرو ځالې په کې فعالیت لري، د هیڅ ډول دوستانه سیالیو او دوه اړخیزو همکاریو هوکړه د تطبیق او تداوم وړ نه ده.''

بل لور ته له بي بي سره خبرو کې د پاکستان کرېکټ بورډ رسنیزې برخې مشر عماد حمید د افغان کرېکټ بورډ څرګندونې د خواشینۍ وړ بللې دي.

د پاکستان کرېکټ بورډ له لوري خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي، د افغانستان کرېکټ بورډ هغو چارواکو، چې پاکستان ته یې سفر کړی و، خپله ټینګار کاوه، چې باید لوبه له سیاست نه بېله شي، خو اعلامیه کې ویل شوي دوی اوس خپله سیاست کوي او د خپلو نیمګړتیاوو تور پر پاکستان پورې کوي. ښاغلي حمید ویلي:

''دوی خپله بیا بیا پر دې ټینګار کاوه، چې باید د کرېکټ ودې او امن او ثبات لپاره کار وشي او له هغه وروسته د دوی له لوري دغه ډول څرګندونې د خواشینۍ وړ دي. ''

د پاکستان کرېکټ بورډ اعلامیه کې ویل شوي، له افغان کرېکټ بورډ سره د تېرې اونۍ غیر رسمي هوکړه افغانستان کې د امنیت له څرنګوالي سره مشروطه وه، چې اوس په دغه هېواد کې د امنیت ګډوډ حالت له کبله لغو کېږي.

د پاکستان کرېکټ بورډ رسنیزې برخې مشر عماد حیمد ویلي، پاکستان د افغان کرېکټ ودې او پراختیا کې د بل هر چا پرتله ډېره ونډه لري.

د نوموړي په وینا پاکستان د افغان کډوالو کرېکټ لوبډلې له رامنځته کولو نیولې، بیا د افغان کرېکټ نړیوالې لوبډلې تر جوړولو پورې د افغان کرېکټ په وده کې برخه لري.

د انځور حقوق ACB
Image caption افغان کرېکټ چارواکو تېره ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي و ''له داسې هېواد سره، چې ترور پالنه په کې کېږي او د ترهګرو ځالې په کې فعالیت لري، د هیڅ ډول دوستانه سیالیو او دوه اړخیزو همکاریو هوکړه د تطبیق او تداوم وړ نه ده.''

ښاغلي حمید دغه راز ویلي، اوس په ټویټر کې د کرېکټ پخوانیو افغان لوبغاړو پیغامونه لیدل کېږي، چې له پاکستانه یې مننه کړې.

تېره اونۍ د افغانستان او پاکستان کرېکټ بورډ مشرانو پرېکړه کړې وه چې روانو څو مياشتو کې به دوه شل اوريزې سيالۍ ترسره کړي.

د دغو سياليو نېټې په اړه څه نه و ویل شوي، خو د دواړو هېوادونو د کرېکټ بورډ مسوولينو ویلي و دغه ډول سيالۍ به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو په لاپراختيا کې ښه اغېز ولري.

اړونده مطالب

ورته مطالب