پاکستان خپلو لوبغاړو ته په افغان شپږېزه کې د ګډون اجازه نه ورکوي

د شپږیزې لپاره پېرل شویو بهرنیو لوبغاړو کې د پاکستاني لوبغاړي کامران اکمل نوم د ډېرې بیې تر لاسه کولو له کبله په سر کې و. د انځور حقوق Getty Images
Image caption د شپږیزې لپاره پېرل شویو بهرنیو لوبغاړو کې د پاکستاني لوبغاړي کامران اکمل نوم د ډېرې بیې تر لاسه کولو له کبله په سر کې و.

د پاکستان کرېکټ بورډ چارواکو ویلي هېڅ لوبغاړي یا روزونکي ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان شل اوریزو سیالیو شپیزه کې برخه واخلي.

د شپږیزې لپاره پېرل شویو بهرنیو لوبغاړو کې د پاکستاني لوبغاړي کامران اکمل نوم د ډېرې بیې تر لاسه کولو له کبله په سر کې و.

کابل کې له خونړۍ برید وروسته د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې له پاکستان کرېکټ لوبډلې سره د شل اوریزو لوبو هغه لړۍ لغو کوي، چې په پام کې وه راتلونکو میاشتو کې به کېږي.

افغان کرېکټ بورډ پاکستان ته په اشاره وویل ''له داسې هېواد سره، چې ترور پالنه په کې کېږي او د ترهګرو ځالې په کې فعالیت لري، د هیڅ ډول دوستانه سیالیو او دوه اړخیزو همکاریو هوکړه د تطبیق او تداوم وړ نه ده.''

له دې وروسته د جون په لومړنې نېټې د پاکستان کرېکټ بورډ د افغان کرېکټ بورډ څرګندونې د خواشینۍ وړ بللې وې.

شپیزې سیالۍ راتلونکې جولای میاشت کې د شپږو لوبډلو په ګډون پیلېږي، چې تېره اونۍ ورته نژدې د یو شمېر پاکستاني لوبغاړو په ګډون ۶۸ بهرني لوبغاړي د لیلامي په ترڅ کې رانیول شوي وو.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د شپږیزې کرېکټ سیالیو لپاره د لوبغاړو ټاکنه

د اصولو له مخې په دغو لوبډلو کې د ۱۲ کورنیو لوبغاړو تر څنګ یوازې د درېیو بهرنیو لوبغاړو شاملولو اجازه وه.

لیلامۍ کې ټولټال ۲۷ پاکستاني لوبغاړو برخه درلوده، چې بهرنیو لوبغاړو کې د دوی شمېر تر ټولو ډېر و.

اړونده مطالب

ورته مطالب