د اروپا اتلانو ليګ سياليو پايلوبه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اروپا اتلانو ليګ سياليو پايلوبه

د (جون درېيمه) د وېلز په مرکز کارډېف کې د اروپا اتلانو لیګ پایلوبه کېږي. د اروپا دوه وتلې لوبډلې ریال مدرید او یووېنتوس د اتلولۍ ګټلو لپاره سره سیالي کوي.

ریال مدرید تر دې وړاندې ۱۱ ځل دا اتلولي ګټلې ده. یووېنټوس بیا یوازې دوه ځل توانېدلی چې دا اتلولي وګټي.

شاوخوا ۶۰ زره نندارچیان به دا لوبه په لوبغالي کې ګوري او مېلیونونه نور به یې ګرده نړۍ کې پر ټلویزیونو څاري.

خو له سبانۍ لوبې وړاندې کارډېف کې ټول پام پر امنیتي تدبېرونو دی

اړونده مطالب