ریال ماډریډ ۱۲ ځل هم د اروپا اتلولي وګټله

د انځور حقوق AFP
Image caption دوولسم ځل ریال ماډریډ د اروپا اتلولي ګټي.

د پرتګال د فوټبال ستوري کریسټیانو رونالډو په دوو ګولونو سره ریال ماډریډ لوبډلې د اروپا اتلولۍ یا چمپینز لیګ کې له خپل نوم دفاع وکړه.

دا دولسم ځل دی چې دا لوبډله د اروپا اتلولي ګټي او یو ریکارډ جوړوي.

* له قطغنه تر ریال ماډريډه

* انډې مري د ۲۰۱۶ کال غوره لوبغاړی شو

ریال ماډریډ په کارډوف کې د اتلولیو پایلوبه کې له جووینټس سره مخ و، خو د یو مقابل کې یې په څلورو ګولونو ماتې ور کړه.

ویل کېږي چې تېرو څلورو موسمونو کې دریم ځل ریال ماډریډ د اتلولۍ لیګ په خپل نوم کوي او او رونالډ په دریو پایلوبو کې ګول وهي او خپله لوبډله بري ته رسوي.

د رونالډو ۶۰۰ ګولونه

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption په پایلوبه کې کریسټیانو رونالډو په دوو ګولونو سره د خپلو ګولونو شمېر ۶۰۰ سوو ته ورساوه.

د دې لوبې ستوري کریسټیانو رونالډو و، چې دوه ګلونه یې وکړل او د ډګر غوره غوره لوبغاړی شو.

نوموړي په دغه سیالۍ کې د هغو ګولونو شمېر ۶۰۰ ته ورساوه چې په ملي او کلبي سیالیو کې یې کړي دي.

* رونالډو د ۲۰۱۶ کال د فیفا غوره لوبغاړي جایزه وګټله

* رونالډو ۴ ځل د کال غوره فوټبالر ویاړ او د سرو توپ جایزه وګټله

نوموړي په اتلولۍ لیګ په ۱۴۰ سیالیو کې ۱۰۵ ګولونو ریکارډ هم جوړ کړ او د روان کال په ۱۳ سیالیو کې یې ۱۲ ګولونه وهلي دي.

دا بری د ریال ماډری فرانسوي روزونکي زین الدین زیدان هم هم لویه لاسته راوړنه وه.

نوموړی دوه بشپړ موسمونه په ریال ماډرید کې دی او دوه ځله یې دا لوبډله د اروپا اتلولیو لیګ ته ورساوه.

د زیدان بریا

د انځور حقوق AFP
Image caption زیدان پر ۲۰۱۶ کال د ریال ماډریډ روزونکی شو.

ریال ماډرید له ۱۹۸۵ کال راهیسې اول ځل په یوه موسم کې د اسپانیا او اروپا دواړو اتل شو.

خو څومره چې د ریال ماډریډ بریا ځلانده وه، جیوونټوس ته ناکامي هغومره ترخه وه.

دغه لوبډله پر ۱۹۹۶ کال د اروپا اتلولیو لیګ له ګټلو راهیسې د پنځم ځل لپاره د دې سیالیو پایلوبه کې ماته خوري.

اړونده مطالب