کرېکټ: شپږیزې جام سیالۍ وځنډول شوې

شپږیزه د انځور حقوق ACB
Image caption د پاکستان کرېکټ بورډ چارواکو ویلي و، هېڅ لوبغاړي یا روزونکي ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان شل اوریزو سیالیو شپیزه کې برخه واخلي.

یو سرچینې بي بي سي ته ویلي چې په افغانستان کې د کورني کرېکټ ۲۰ اوریزې سیالۍ 'شپږېزې لیګ سیالۍ ' سپتمبر ته وځنډول شوې. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې پاکستان خپلو لوبغاړو ته په دې سیالیو کې د اجازې نه ورکولو اعلان وکړ.

تر اوسه د دغو سیالیو د ځنډېدو لامل نه دی په ګوته شوی.

مخکې افغان کرېکټ بورډ ویلي و، دغه سیالۍ به راتلونکې جولای میاشت کې کابل کې کېږي.

د یو شمېر پاکستاني لوبغاړو په ګډون ۶۸ بهرني لوبغاړي هم د لیلامي په ترڅ کې دغو سیالیو ته رانیول شوي وو.

د مې پر ۲۵ د دغو سیالیو ګډونوالو شپږ لوبډلو لپاره لومړی ځل له ۹۰ ډېرو کورنيو او له ۶۰ د ډېرو بهرنيو لوبغاړو پېرلو لپاره دواطلبۍ کې برخه واخیسته.

پاکستان خپلو لوبغاړو ته په افغان شپږېزه کې د ګډون اجازه نه ورکوي

افغان کرېکټ بورډ له پاکستان سره لوبې لغوه کړې

"پاکستان سره کرېکټ نه کوو"

په هغه داو طلبۍ کې له کورنیو لوبغاړو نه تر ټولو لوړه بیه د ګلبدین نایب لپاره ټاکل شوې وه، چې اووه اعشاریه څلور میلیونه افغانۍ وې او بوست لوبډلې پېرلی و.

د پاکستاني لوبغاړي کامران اکمل نوم د ډېرې بیې تر لاسه کولو له کبله د هغو بهرنیو لوبغاړو نوملړ په سر کې و، چې هغه داوطلبۍ کې یې د خدمتونو تر لاسه کولو لپاره بیه ورکړل شوه.

کابل کې له خونړۍ برید وروسته د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې له پاکستان کرېکټ لوبډلې سره د شل اوریزو لوبو هغه لړۍ لغو کوي، چې په پام کې وه راتلونکو میاشتو کې به کېږي.

د انځور حقوق ACB
Image caption په پام کې وه، شپیزې سیالۍ راتلونکې جولای میاشت کې د شپږو لوبډلو په ګډون پیل شي

له هغه سملاسي وروسته د جون په لومړۍ نېټې د پاکستان کرېکټ بورډ د افغان کرېکټ بورډ څرګندونې د خواشینۍ وړ بللې وې.

د پاکستان کرېکټ بورډ چارواکو ویلي و، هېڅ لوبغاړي یا روزونکي ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان شل اوریزو سیالیو شپیزه کې برخه واخلي.

په پام کې وه، شپیزې سیالۍ راتلونکې جولای میاشت کې د شپږو لوبډلو په ګډون پیل شي، خو اوس ویل کېږي، چې راتلونکې سپتمبر پورې ځنډول شوې دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب