افغان فوټبال ملي لوبډلې مالدیو ته ماتې ور کړه

Image caption د افغان لوبډلې دا بری په داسې مهال دی چې د تېرې اوونۍ له پنجشنبې راهیسې یې لوبغاړي په دوبۍ کې تمرین کوي.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې په متحده عربي اماراتو کې سیالې مالدیو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان او مالدیو لوبډلو په دوبۍ کې د اماراتو فوټبال فدراسیون مرکز کې سیالي پیل کړه چې پایله کې افغان ملي لوبډلې دوه د یو مقابل کې مالدیو مات کړ.

فوټبال د بدلون لپاره

جګړه ځپلي حلب کې پنځه کاله وروسته فوټبال سیالي

په دې سیالۍ کې اویس عزیزي، حسن امین، کنیشکا طاهر، شریف محمد، میلاد انتظار، مصطفی ازادزوی، امید پوپلزی، فرشاد نور، فیصل ښایسته، اباسین علي خېل او بلال ارزو د مالدیو مقابل کې ولوبېدل.

په دې سیالۍ کې حسن امین افغاتستان ته اول ګول وکړ، خو یوه دقیقه وروسته د مالدیو لوبغاړو هم خپل وار واخیست، مګر په دویمه نیمايي کې امید پوپلزي افغانستان ته ګول وکړ او بری یې ور په برخه کړ.

د افغان لوبډلې دا بری په داسې مهال دی چې د تېرې اوونۍ له پنجشنبې راهیسې یې لوبغاړي په دوبۍ کې تمرین کوي.

افغان ملي لوبډله د اسیايي ملتونو جام کې له کمبوډیا سره د دویمې سیالۍ لپاره چمتو کېږي.

د رپوټونو له مخې افغان فوټبال ملي لوبډله د پنجشنبې او جمعې په ورځ هم دوبۍ کې تمرین کوي.

بیا د کمبوډیا له ملي لوبډلې سره د سیالۍ لپاره دغه هېواد ته روانېږي.

دا سیالي د جون پر ۱۳ په فنوم پن کې تر سره کېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب