عربستان د خپلو فوټبالرانو له چلنده بښنه غوښتې

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سعودي عربستان لوبغاړي د احترام په پار له استراليايي لوبغاړو سره يو ځای نه شو

د سعودي عربستان د فوټبال فدراسیون چارواکو له دې امله بښنه غوښتې چې فوټبالرانو یې د لندن برید قربانیانو ته د درناوي په پار د سکوت په یوه دقیقه‌يي مراسمو کې ګډون نه دی کړی.

فوټبال د بدلون لپاره

فوټبال کې "وړیا" غوره لوبغاړي

د سعودي عربستان او استرالیا د فوټبال ملي لوبډلو د لوبې پر مهال استرالیايي لوبغاړو د لندن د پېښې قربانیانو ته د درناوي په پار لاسونه پر یوه بل واچول، خو سعودیوال هغه پر خپلو ځایونو ولاړ پاتې شول.

د استرالیا د ولسي جرګې یوه غړي د سعودي لوبغاړو دغه چلند له شرمه ډک بللی دی.

د سعودي عربستان چارواکو ویلي، ورته دود د دوی په کلتور کې نه شته.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د عربستان او استرالیا فوټبال لوبډلو ترمنځ لوبه د نړیوال جام لپاره د چمتووالي لوبه وه.

د عربستان د فوټبال فدراسیون د جمعې په ورځ بښنه غوښتې او ویلي دي فوټبالرانو یې د لندن د برید قربانیانو ته د سپکاوي او د هغوی د کورنیو د غمجنولو هدف نه لاره.

فدراسیون پخپله خبرپاڼه کې لیکلي، سختدریځي او ترهګري غندي او د لندن د پېښې په تړاو یې د برتانیا له حکومت او د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي ښودلې ده.

د عربستان او استرالیا فوټبال لوبډلو ترمنځ لوبه د نړیوال جام لپاره د چمتووالي لوبه وه.

د استرالیا چارواکو ویلي، له لوبې پیلېدو وړاندې یې سعودي چارواکو ته د قربانیانو لپاره د درناوي سکوت خبره کړې وه او ورته ویل شوي وو چې د سعودي فوټبالران به دغه دود مراعت کړي.

د استرالیا یو شمېر سیاستوالو د سعوديوالو پر دغه چلند نیوکه کړې ده. د ولسي جرګې یوه غړي ویلي، دغسې یوکار په هېڅ کلتور او دود کې نه شته.

د یادولو ده چې د لندن د برید د پېښې د وژل شویو په ډله کې دوه استرالیايان هم شته.

اړونده مطالب

ورته مطالب