د رفایل نډال لسمه اتلولي: ټېنیس لوبه کې بې سارې پېښه

د انځور حقوق Reuters

د ۲۰۱۷ کال د جون ۱۲ د ټېنیس تاریخ کې خوندي شوه. په دغه ورځ رفایل نډال د اوپن فرانسې د لسم ځل اتل شو.

په تېرو ۱۳ کلونو کې رفایل نډال ۹ ځلې په اوپن فرانسه کې اتل شوی و. تراوسه د ټېنېس اوسمهالو سیالیو کې بل چا داسې اتلولي نه ده ګټلې.

۳۱ کلن نډال چې تراوسه د نړۍ څلورم ټېنیس لوبغاړی دی، په وروستۍ سیالۍ کې له اسټن واورینکا سره مخ په مخ و.

پخواني سیالان، نوې سیالي

ټېنس: د خپلې خور پر وړاندې د سیرینا ویلیمز بری

ټېنس: بریتانوي اندې مورې نړۍ کې لومړی ځای خپل کړ

خو له پیله یې په ځواک او باور سره لوبه وکړه او په درنو ګوزارونو او تکتیکي بریدونو سره بې ساری اتل شو.

رفایل نډال له اتلولۍ ګټلو وروسته وویل: "دا سیالۍ زما لپاره ډېرې ځانګړې وې، دا سمه ده چې دا بری د اټکل وړ نه و".

"باور وکړئ، زه ډېر خوشال یم، زه یواځنی کس یم چې دا اتلولي مې وګټله، خو که زه یې ګټلی شم، داسې یې بل څوک هم خپلولی شي".

د انځور حقوق Reuters

نډال اوله برخه په ۶ـ۲ سره وګټله. دویمه برخه یې هم ۶ـ۳ سره وګټله او بالاخره دریمه برخه یې هم په ۶ـ۱ سره وګټله او په دې حساب درې پر صفر د اوپن فرانسې اتل شو.

په دې ترتیب په ګرېنډ سلم سیالیو کې د نډال اتلولیو شمېر پنځلسو ته ورسېد.

اوس رفایل نډال د ټېنیس تاریخ کې د تر ټولو ویاړلي اتل نوم لري.

رفایل نډال دا عجیب ریکارډ هم لری، چې په ۲۰۰۵ کال په ۱۹ کلنۍ کې اتل شو.

هغه تر اوسه په دغو ۱۱ کلونو کې ۷۹ ځله اوپن فرانسه سیالیو کې بریالی شو.

خو یواځې دوو سیالیو کې مات شو، یو ځل پر ۲۰۰۹ د رابین سود رلینګ او بیا پر ۲۰۱۴ کال د نواک جوکوویچ په مقابل کې.

د اوسمهالي ټېنیس تاریخ کې له رفایل نډال وروسته ښځینه ټېنیس بازې مارټینا ناورو اتیلووا نهه ځلې دا اتلولي ګتلې وه.

له هغې وروسته امریکایي پېټ سمپراس او راجر فډرر اووه ځلې ګرېنډ سلم اتلولي اووه ځلې ګټلې وه.

اړونده مطالب

ورته مطالب