کرېکټ: پر خواله رسنیو د هندیانو او پاکستانیانو لانجه

اپریدی، سېواګ د انځور حقوق PA AND VIRENDRA SEHWAG TWITTER HANDLE
Image caption سېواګ او اپریدي د یکشنبې ورځې پایلوبې په تړاو پر ټویټر پیغامونه لیکلي

دا لومړی ځل دی چې هند او پاکستان د ای سي سي چمپینز ټرافي په پایلوبه کې له یو بل سره سیالي کوي. خو د دغو لوبډلو تر منځ سیالیو تل په خواله رسنیو کې د پاکستانیانو او هندیانو تر منځ تاوده بحثونه را پارولي دي.

دغه پایلوبه به د یکشنبې پر ورځ د برتانیا پلازمېنه لندن کې کېږي.

شاهد اپریدي په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي ''هند ښه لوبه وکړه، اوس د مهمې لوبې انتظار کېږي. پاکستان لوبډله باید زغم پر ځای وساتي او له تمرکز سره لوبه وکړي او هو، یوه بله بریا! ''

د انځور حقوق Twitter

وقاص امجد د اپریدي ځواب کې لیکلي ''دا ځل به بری انشاالله د پاکستان وي، ځکه پاکستان لوبډله پر ځان باوري ده او هند لوبډله له اړتیا ډېر باور سره لوبه کوي. ''

سندیپ نومي ټویټر کاروونکي بیا لیکلي ''پاکستان کې ځکه ناڅاپه زاړه ټلویزیونونه ډېر پلورل کېږي، چې له هند سره لوبه کې له ماتې وروسته بیا پاکستانیان دغه زاړه ټلویزیونونه ماتوي ''

پخواني هندي کرېکټ لوبغاړي ورېندر سیهواګ پر ټویټر لیکلي ''ښه هڅه وه، لمسیه! نیمه پایلوبې ته د رسېدو لپاره اعلی هڅه وه. د کور خبره ده. د پلار پر ورځ له زوی سره سیالي ده. ټوکه جدي مه بولئ. ''

د انځور حقوق Twitter

د سیهواګ دغه پیغام د ډېرو لپاره خوندور و، خو یو شمېر هغو بیا پرې نیوکې هم کړې، دوی وايي سیهواګ مشهور شخصیت دی او دغسې خبرې باید و نه کړي.

د بروکین هینډل له لوري پر ټویټر لیکل شوي:

''هندۍ لوبډله تر بل هر چا ډېر ځلې پایلوبې ته رسېدلې. ''

فلمي لوبغاړې تاپسي پنون لیکلي ''د هند او پاکستان تر منځ له کشمکشه دا راته جالبه ده، چې دواړه لوبډلې هغه هېواد کې لوبه کوي،چې دوی ته یې کرېکټ ورزده کړی دی. ''

د ډیلي اعلی وزیر اروند کجریوال له نقلچي اکاونټه یوه پیغام کې ویل شوي ''اوس باید هندۍ لوبډله یوه خبرې غونډه کې له بنګله دېش سره لوبه کې د خپلې بریا ثبوتونه په ډاګه کړي او ویراټ کوهلې ۹۶ منډې جوړې کړې. ''

د انځور حقوق Twitter

د یوګېشور ماتهور په نامه ټویټر حساب نه یوه پیغام کې ویل شوي:

'' روهیت او کوهلې بنګله دېشي لوبغاړي پوه کړل، چې د دوی ځای چېرې دی او هغه ځای له کرښې بهر دی. ''

سندیپ ګویل لیکلي:

'' داسې ښکاريده، چې د کوهلې او روهیت تر منځ د څلوریزو سیالي روانه وه. ''

د سیپي شرما۹۴ په نوم ټویټر حساب نه لیکل شوي:

''وراټ کوهلې ته د ۸۰۰۰ منډو بشپړولو له کبله تبریکي وایم، نوموړي د بل هر لوبغاړي پر تله ژر دغه منډې بشپړې کړې، یوازې ۱۷۵ سیالیو کې. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption رشي کپور

د هند وتلي فلمي ستوري رشي کپور لیکلي: تاسې یې وګټئ او زر ځله یې وګټئ خو ترهګري بنده کړئ. ما ته بایلل د منلو وړ دي. موږ سوله او مینه غواړو.

رشي کپور ته په غبرګون کې ځینو پاکستانیانو لیکلي چې ستاسې نه مو د داسې لیکو تمه نه وه.

یوې بلې پاکستانې بیا ورته په ځواب کې لیکلي چې تاسې یې وګټي خو په هند کې زبرزنا ختمه کړئ.

اړونده مطالب

ورته مطالب